افغانستان

جوبایډن به نن ماښام له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو په هکله وینا وکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۰ل): ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن ماښام له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو په هکله وینا وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وايي، ولسمشر بایډن به ددې وینا په ترڅ کې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو مهالویش، راتلونکو مرحلو او نورو اړونده مسائلو باندې څرګندونې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا متحدو ایالایاتو ترمنځ د سولې تړون مطابق د روانې اپریل میاشتې تر  دیرشمې باید له افغانستانه ټول بهرني عسکر ووځي؛ خو تیره میاشت د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي ؤ، چې د لوژیستیک له پلوه دوی نه شي کولای په ټاکلې نیټه له افغانستانه خپل عسکر وباسي، البته دا هم نه غواړي چې افغانستان کې د ډیر وخت لپاره پاتې شي.

که څه هم تیره ورځ امریکايي چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویلي وو، چې ښايي د روان کال سپتمبر تر یوولسمې نیټې به ټول امریکايي عسکر له افغانستانه وویستل شي؛ خو طالبانو بیا د مئ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته افغانستان کې د بهرنیو عسکرو له شتون سره کلک مخالفت ښکاره کړی او خبرداری یې ورکړی، چې له ټاکلې نیټې وروسته افغانستان کې د پاتې کېدونکو بهرنیو عسکرو په وړاندې به جګړه پیلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کچیری جوبایدن خپلو خلکو ته وعده ورکړی چی عسکر وباسو او با هم طالبان د جنګ لار غوره کوی او وایی چی په هیڅ غونډه کی ګډون نکوو با نو ملل متحد ته پکار ده چی د دوی مرکزونه، کورونه او ټول له پاکستان څخه وباسی، د هغوی د تمویل لاری بندی کړی، د قطر دفتر پری وتړی او ورته ووایی چی ځی نور هر څه چی کوی لاس مو خلاص.

Karwan

نه طوطي خان بدماشه داسي بايد ونشي، بلکي ملل متحد دغلامي ګوډاګي اداري لاسونه وروتړي او ورته ووائي چه بس ده ډير ظلم او قتلونه مووکړل او جيبونه مو هم په دالرو ډک کړل. ددوي مخونه بايد تور کړي او بيا يئ په خره سپاره او دکابل په کوځو وګرځوي. ديوه ازاد، خپلواک اسلامي افغانستان په هيله. کاروان

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x