
طالبانو یو ځل بیا خپل استقلال او خودارادیت ثابت کړ
قاري حبیب
له څو اونیو راهیسې راډیوګانو اوازه اچولې وه چې د روان کال د اپریل میاشت کې به د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان په اړه یو ټاکونکی کانفرانس ترسره شي. دغه کانفرانس چې شل کاله پخوا د بون له کانفرانس سره همسنګ بلل کیده، داسې ویل کیدل چې د افغانستان د راتلونکي په اړه به اساسي پریکړې وکړي او د راتلونکي نظام ډول به تعین کړي.
د ترکیې احتمالي کانفرانس د پخوانیو ورته غونډو څخه څو بیلوونکي ځانګړنې درلودې. یو دا چې دغه کانفرانس په زماني لحاظ په تر ټولو حساس وخت کې دائرېده. د اپریل میاشتې له پای ته رسیدو سره د می په لومړۍ نیټه هغه میعاد را رسیږي چې امریکایانو او نورو اشغالګرو باید له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه ایستلي وي. په دغسې حساس وخت کې د داسې ټاکونکي او پُرآوازه کانفرانس دائرول کومه معمولي خبره نه شي بلل کیدای.
بله دا چې د کانفرانس په اړه د معضلې یو اړخ ( اشغالګر او داخلي ملاتړي یې) فوق العاده فعال او ګرم معلومیدل. حال دا چې د معضلې بل اړخ ( طالبانو) کوم داسې باریک زیګنال هم نه و ورکړی چې د ترکیې د کانفرانس په اړه د دوی دلچسپي او یا په کې د ګډون شوق او اراده ترې معلومه شي.
دې فضا داسې څرګندوله لکه اشغالګر اړخ چې د خپل قوي پروپاګند او نرم ځواک په مټ هڅه کوي طالبان ( طوعا او کرها) یوې داسې عاجلې پریکړې او تصمیم ته اړ کړي چې اصلا د امریکایانو اړتیا ده او غواړي د عسکرو له خروج وړاندې د افغان معضلې د حل په عنوان یوه بیړنۍ نمایشي پروسه تمثیل کړي.
د تبلیغاتو، یک جانبه اقداماتو او څو اړخیز فشار په واسطه یوه کار ته د مخالف واداره کول او مجبورول د لویو اشغالګرو ځواکونو خورا زړه حربه ده. دوی ډیر ځله خپل کمزوري مخالفین په همداسې توطیو په هغه مسیر برابروي چې اصلا د دوی یو اړخیزه ټاکل شوې اجنډا وي. کمزوري خوځښتونه ډیر ځله د تبلیغاتو او طراحي شوي وضعیت په وړاندې تاب نه راوړي او د بې روحه کبانو غوندې یې د حالاتو اوبه له ځانه سره لاهو کوي.
په داسې حال کې چې له امریکا نیولې، تر کابل، ګاونډیو هیوادونو او ترکیې پورې ټول اړخونه د استانبول د مرموز کانفرانس لپاره د طرحو او تیاریو په نهایي کولو بوخت و او راډیوګانو هم یوازې په همدې موضوع ژبه ټکوله، په دې کانفرانس کې له ګډون څخه د طالبان ځغرد انکار وښوده چې طالبان لا هم هماغه طالبان دي. هماغه خپلواک، سرچاره، په خپلو اصولو ولاړ او په خپلو پریکړو حاکم طالبان. هغوی چې نه یې د بوش او اوباما په وخت کې د دښمن رعب او غرغړو عزم متزلزل کړ او نه اوس د حاکم وضعیت او پروپاګند توپان له خپل ټاکلي مسیر څخه په بله کړي دي.
د طالبانو دغه اقدام ځکه پر ځای دی چې د افغانستان څلویښت کلنه معضله په عجولانه او اضطراري کانفرانسونو نه حل کیږي او نه هم باید په داسې غونډو کې ګډون وشي چې پلان،طرحه، زمان او مکان یې د یوه اړخ له خوا تعین شوی وي او هڅه کیږي بل اړخ د تبلیغاتي فشار په مټ په کې ګډون ته واداره کړای شي.
د طالبانو دغه موقف د هغو کسانو په مخ هم درنه څپیړه وه چې له څه موده راهیسې یې د امریکایانو په وړاندې د طالبانو متعهدانه اخلاقي چلند امریکایي اړخ ته د هغوی په میلان تعبیراوه او طالبان یې د خلیلزاد تر اغیز لاندې بلل. اوس ثابته شوه چې طالبان لکه څنګه چې د امریکا پر خلاف د جهاد په پریکړه کې خپلواک ول د جنګ د پای د رسیدلو او جوړجاړي په موضوع کې یې هم خپل حریت او د پریکړې استقلال ساتلی دی. نو ځکه مقابل اړخ ته په کار ده چې بل ځل له داسې مرموزو او توطیه وزمه حرکات څخه ځان وګوري، ځکه دغسې کړنې د سولې پروسې ته هیڅ ګټه نه رسوي.
ښاغلي قاري حبيب،
ژوندي اوسي او يوه نړي مننه.
بلکل حقيقت مو بيان کړي. دالله ج لوي نصرت دي، چه طاليبان وروڼه ئي دهمداسي رزيلانه مقصدي کنفرانس څخه وږغورل او الله د نور هم نصرت ورپه برخه کړي. دکابل او اشغالګر رزيلان نه غواړي چه دافغانستان مشکلات حل شي. ددوي سره يواځي دجهاد دمقاوت له لاري دحل لاره پيدا کيدي شي. په ډير درنښت کاروان
له هغه نه به پورته جاهل او احمق نه وې ٗ چه د اسلامې امارت په ماضې ٗ حاضر او مسقبل دور کې د خود ارادیت په برخه کې ئې شک کوې .
بس چي دستار تړي هزار دی، د دستار سړي په شمار دي. الحمد لله چي افغانان دغسي زمري او ملي اتلان لري . دوی پخوا هم د افغانانو سرونه لوړ کړي وه او اوس يې هم ور لوړ کړل. د کندهاري عوامو په اصطلاح د دوی دی د موږ شيدې سي، ناميان دي. خدای دي وکړي چي زموږ دغه اتلان په تېرو ۱۴ مياشتو کي د هغو شهيدو طالبانو چي امريکايي اشغالګرانو بمبار کړل غچ هم واخلي او په خپله توره دغه بدمعاشه لنډغر او بې وعدې ځناوران هم د الله په مرسته په وچ زور له دې پاکي خاوري… نور لوستل »
بس دا د الله تعالی فیصله ده چې و العاقبة للمتقین …پایله به د رښتنیو مسلمانانو او مؤمنانو وي . نه د اشغالګرو او نه د هغوی چوکیدارو ملګرو.