نړۍ

ډیک چیني: اوباما زما لپاره تر ټولو بد ولسمشر دی

نن ټکی آسیا(چهارشنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۳): د امریکا د متحده ایالاتو د مخکیني ولسمشر مرستیال ډیک چيني وايي چې د ده لپاره بارک اوباما د امریکا تر ټولو بد ولسمشر دی.
ډیک چيني له سې ان ان سره په خبرو کې وویل چې زما په حافظه کې اوباما د امریکا تر ټولو د کرکې وړ ولسمشر دی.
نوموړي وویل چې جیمي کارتر یو ښه ولسمشر و او بارک اوباما تر ټولو بد ولسمشر دی، خو زه بیا هم په هغه د بې باورۍ غږ نه شم کولای.
ډیک چينې پخپله د  جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی، په داسې حال کې چې کارتر او بارک اوباما دواړه ډیموکراتان دي.
د ډیک چینې بله هم ګوندې ساراپیلن هم وايي چې اوباما پخپله دوره کې روغتیايي چارو ته هیڅ پام نه کوي. د دې په خبره د اوباما په راتګ په متحده ایالاتو روغتیايي ستونزې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي.
ډيک چينې د مخکینی ولسمشر جورج ډبلیو بوش مرستیال پاتې شوی دی.
دا په داسې حال کې دی چې څه وخت وړاندې هم په امریکا کې د کوینیپیاک پوهنتون له لوري په شوې نظر پوښتنه کې بارک اوباما د امریکا تر ټولو د کرکې وړ مشر بلل شوی دی.
په یاده نظر پوښتنه کې د امریکا تر اوسني مشر د هالیووډ د پخواني فلمي لوبغاړي رونالډ ریګن محبوبیت زیات دی. په نظر پوښتنه کې رونالډو څلویښت سلنه وګړو خوښ کړی دی او بلعکس بارک اوباما دېرش سلنه وګړو بد او د کرکې وړ ولسمشر بللی دی.
بارک اوباما په ۱۹۶۱ز کال د اګسټ په څلورمه د امریکا په هاوايي ایالت کې زېږېدلی دی، په ۲۰۰۵ز کال کې يې سنا ته لاره ومونده او په ۲۰۰۷ز کال د نظرپوښتنې له مخې هغه تر ټولو لیبرال سناتور وپېژندل شو.
د بارک اوباما اړوند د ډېرې بدبینی ټکی دادی چې هغه په بهرني سیاست کې ناکام بلل شوی دی او د امریکا اقتصاد يې ته سخته ضربه ورکړې ده.
نوموړی د افغانستان د جګړې په اوږدولو هم ملامت بلل شوی دی. د افغانستان جګړه د امریکا لپاره تر ټولو اوږده جګړه ده، د یوې شوې سروې له مخې له دې جګړې سره نږدې نهه شپیته سلنه امریکایان مخالف دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x