افغانستان

یوناما: په تېرو دریو میاشتو کې اووه ویشت سلنه ولسي تلفات د حکومت د بریدونو له امله رامنځته شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي‌ «يوناما» وایي، د تېر میلادي کال د لومړیو دریو میاشتو په پرتله سږ کال د ولسي تلفاتو کچه لوړه شوې، چې ښکېل لوري باید ورته پاملرنه وکړي.

د یوناما له لوري‌ د ۲۰۲۱ کال د لومړۍ ربعې د ولسي تلفاتو په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د تېر میلادي کال په پرتله د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ولسي تلفاتو کچه ۲۹ سلنه لوړه شوې او په یاده شوې موده کې ۱۷۸۳ملکي وګړو ته تلفات اوښتي، چې له منځه یې ۵۷۳ وژل شوي او ۱۲۱۰ټپیان دي.

راپور کې وړاندې زیاته شوې، چې د اوښتو ملکي‌ تلفاتو ۲۷ سلنه یې د حکومتي‌ ځواکونو د بریدونو له امله رامنځته شوې او درې شپيته سلنه نور یې د حکومت مخالفو وسله والو ډلو ته منسوب شوي‌ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې «دیبورا لینز»‌ د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې د ولسي‌ وګړو له تلفاتو مخنیوی وکړي‌ او د اوربند په تامین سره په افغانستان کې د جګړې مخه ونیسي.

حکومت که څه هم د یوناما د راپور په اړه څه نه دي ویلي؛ خو طالبانو بیا د یوناما راپور رد کړی، او حکومت یې د لوړې کچې ولسي تلفاتو لامل یاد کړی دی.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر ټویټر لیکلي‌ «موږ د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما راپور ردوو چې د ۶۱ سلنې تلفاتو مسئولیت يې د اسلامي امارت مجاهدینوته راجع کړی دی.»

د مجاهد په خبره، په هیواد کې د مطلق اکثریت ملکي تلفاتو مسئول د «کابل اداره او د هغوی بهرني اشغالګر ملاتړي» دي، په ملکي خلکو بمبارونه کوي او کورونه په توغندویو ولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x