افغانستان

دولتي عسکرو د روژې په لومړۍ ورځ هملند کې د قران کریم تنکی حافظ «شهید» کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۰ل): دولتي عسکرو د روژې په اوله شپه د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د قران کریم یو تنکی حافظ په «شهادت» رسولی دی.

د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو پرون د سه شنبې په ورځ مازدیګر د ناوې ولسوالۍ مرکز کې د حافظ محمدیونس ولد معلم محمدرقیب په نوم د قران کریم یو تنکی حافظ په داسې مهال ویشتلی او ځای پرځای «شهید» کړی چې نوموړی د روژه ماتي سودا پسې راوتلی ؤ.

حافظ محمدیونس چې تیره میاشت یې په لښکرګاه ښار کې د قران کریم د حفظ د فضیلت پګړۍ تړلې وه، دا مهال په ناوې ولسوالۍ کې خپل کور ته د ترایح لمانځه ختم لپاره تللی ؤ.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د قران کریم حافظان او دیني عالمان په مخامخ ډزو سره «شهیدانوي» بلکې تردې وړاندې هم په مختلفو سیمو کې  دولتي عسکرو په ورته پېښو کې ګڼو حافظانو او دیني عالمانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x