افغانستان

ولسي جرګه: له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل د افغانانو غوښتنه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې امریکا پلان لري، له طالبانو سره د کړې هوکړې خلاف په افغانستان کې خپل نظامي حضور د روان میلادي کال تر سپتمبر میاشتې وغځوي؛ د کابل حکومت ولسي جرګه وایي، له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل د افغانانو پخوانۍ غوښتنه ده.

د ولسي جرګې رییس «میر رحمان رحماني»‌ نن ددې جرګې عمومي ناستې ته په وینا کې ویلي، چې له افغانستانه د ټولو امریکایي او ناټو عسکرو وتل که څه هم د افغانانو پخوانۍ غوښتنه ده؛ خو په روان امنیتي وضعیت کې لا هم دې ته زمینه مساعده نه ده، چې بهرني عسکر افغانستان ترک کړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې که بهرني عسکر له افغانستانه ووځي، نو په هیواد کې به ناوړه امنیتي وضعیت رامنځته شي‌ او سختو کورنیو جګړو ته به زمینه برابره شي.

د ولسي جرګې یو بل غړی «ارباز حمیدي»‌ بیا له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل د طالبانو فشار نتیجه بولي او په خبره یي، بهرني‌ عسکر له افغانستانه نه وځي؛ بلکې ایستل کېږي.

نوموړی حکومت «خواستګر» بولي‌ او له قوله یې، حکومت نشي کولای امریکایان په هیواد کې تم کړي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې یو شمېر وکیلانو امریکا تورنه کړه، چې له حکومت سره په کړو ژمنو یې وفا ونکړه او پرته له دې چې له حکومت سره کړي‌ تړون ته ژمنتیا وښيي، عسکر له افغانستانه وباسي.

دغه غبرګونونه داسې مهال دي، چې امریکا وایي، د سپتمبر د میاشتې پر یوولسمه نېټه چې پر افغانستان د امریکا د یرغل یوویشتمه کلیزه بشپړېږي، امریکایي عسکر له افغانستانه ایستل کېږي.

د یو شمېر امریکایي چارواکو له قوله، په یاده شوې نېټه د عسکرو ایستل له شرایطو سره اړه نه لري، بلکې‌ په هر ډول حالت کې ایستل کېږي.

ورته مهال ناټو هم له امریکا سره په ګډه د عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

درواغ وایې # بیا به دالر له کومه کوې !! ژاړه ژاړه شهزاده بهرامه ژاړه xxxستا له څنګ سره تیریږې ګل اندمه !!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x