ورزش

بابر اعظم ویرات کوهلي شاته کړ، او د نړۍ لومړی لوبغاړی شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او نامتو لوبغاړي بابر اعظم د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې هندی ویرات کوهلي شاته کړ او په خپله د نړۍ لومړی لوبغاړی شو.

په داسې حال کې چې د هند کرکټ لوبډلې د تکړه لوبغاړي ویرات کوهلي شاوخوا ۳ نیم کلنه (۱۲۵۸ ورځې) د یو ورځنیو په نړیواله درجه بندۍ بادشاهي وکړه، بالاخره بابر اعظم وتوانېد نوموړی له دغه تخته لرې کړي.

بابر اعظم د پاکستان کرکټ په تاریخ کې څلورم لوبغاړی شو چې د نړۍ لومړی توپ وهونکی نومول کیږي، له نوموړي وړاندې ظهیر عباس، جاوید میانداد او محمد یوسف هم دغه مقام ترلاسه کړی دی.

د کرکټ نړیواله شورا په خپل خپاره شوي راپور کې وایي، ۲۶ کلن بابر اعظم د سویلي افریقا پر وړاندې په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې په ۸۲ توپونو ۹۴ په زړه پورې منډې وکړې، چې په مرسته یې نوموړی ۱۳ نمرې پورته شو.

اوسمهال نوموړی د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې په ۸۶۵ نمرو سره لومړي مقام ته پورته شوی، په داسې حال کې چې ویرات کوهلي ۸۵۷ نمرې لري.

ددې سربېره بابر اعظم په ټيسټ درجه بندۍ کې پنځم مقام ته هم پورته شوی و خو اوس په شپږم نمبر دی، دغه راز د شل اوریزو په نړیواله درجه بندۍ کې اوسمهال په دریم نمبر دی خو پخوا په لومړي مقام هم پاتې شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x