افغانستان

انتوني بلېنکن: له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ویستلو وخت رارسېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۰ل) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، په افغانستان کې یې خپلې موخې ترلاسه کړي او اوس هغه وخت رارسېدلی چې خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

انتوني بلېنکن چې د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې یې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره خبرې کولې وویل، پر امریکا تر برید شل کلونه وروسته  دوی په افغانستان کې خپلې موخې لاسته راوړي، اوس ددې وخت رارسېدلی چې امریکايي عسکر خپلو کورونو ته ستانه شي او دا پرېکړه به ولسمشر بایډن په راتلونکو ساعتون کې اعلان کړي.

نوموړي یوځل بیا هغه خبره تکرار کړې، چې افغانستان ته یوځای تللي وو او یوځای به ووځو.

د امریکايي عسکرو له ویستلو سربیره انتوني بلېنکن وايي، چې د افغانستان  د ښې راتلونکي لپاره به یې ژمنې په خپل حال پاتې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې مهال له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ایستلو لپاره وخت مناسب بولي، چې طالبانو تیره ورځ د استانبول ناسته کې د نه ګډون په تړاو څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په حضور کې د استانبول په ګډون هیڅ یوه کنفرانس کې ګډون نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د جرمني دفاع وزیرې «انه ګریټ کرمپ کرنباور» هم فرانس پرس خبري آژانس سره خبرو کې ویلي ؤ، چې د ناټو عسکر به له امریکايي عسکرو سره یوځای له افغانسانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Hey Mr. Biden, It is quite clear and you understand better than everyone else that you are stuck in the mud. Mr. Biden, trust me that you are the victim of Kabul Admin. They give you hope that they were just halfway through the victory. But they are not. The Kabul Admin also knows that they would never win. The Kabul Admin high rank officers are all citizens of western world and they have a place to hide if everything goes wrong all of the sudden. They are not worried about you and bare foot Afghans. Their mission is to… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x