افغانستان

ارګ: د عسکرو وتلو په تړاو د امریکا د پرېکړې «احترام» کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ایستلو په تړاو د سپینې ماڼۍ پرېکړې ته احترام کوي.

دا څرګندونې د ارګ مرستیال ویاند محمدامیري وروسته له هغه کړې چې د جوبایډن ادارې پرېکړه کړې، څو راتلونکو څلورو میاشتو کې له افغانستانه ټول امریکايي عسکر وباسي.

د ارګ مرستیال ویاند وايي، له افغانستانه د بهرنیو عسکرو ایستلو موضوع څو ځل د کابل او واشنګټن ترمنځ تبادله شوې، ځکه خو ارګ د عسکرو ایستلو په تړاو د سپینې ماڼۍ پرېکړې ته احترام کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د بایډن ادارې یادې پرېکړې ته په غبرګون کې وویل، ترڅو چې له افغانستانه ټول بهرني عسکر ونه وځي، دوی به د استانبول په ګډون د افغانستان په هکله جوړېدونکي هیڅ یو کنفرانس کې ګډون نه ونه کړي.

په ورته مهال ټاکل شوې ده چې نن د چهارشنبې په ماښام د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ایستلو په تړاو وینا وکړي؛ خو دا لا معلومه ده چې بایډن به د دوحې تړون مطابق په ټاکلې نیټه له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو اعلان وکړي او که څرنګه؟

له بل پلوه لږه شېبه وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د بلجیم پلازمینه بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره د خبري ناستې پرمهال وویل، چې په افغانستان کې امریکا خپلو موخو ته رسېدلې او همدا یې وخت دی چې امریکايي عسکر خپلو کورونو ته ستانه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

You both sides have no choice

pattang

بله چاره د نشته ګرانه ! ۱۸ ډوله غوښې دې په ارګ کې وخوړې ، بی بی ګله لیبنانۍ دې په دالرو وپړسوله ، دشمال لنډغرو ته مو رتبي دالر ورکړل ، جنسي ازادي ته مو اساس کېښوود ، دغربي دیموکراسي په نوم مو له هیڅ ډول جنایت څخه لاره کږه نکړه او ټول نعمتونه مو د اولس په وینو وخوړل ! اوس نو که نر یې ورته ټینګ شه ! وایې:…. نوره خوله پټه نیسم له پښتو پختو وېیونکو څخه نفرت لرم ، خو چې څوک غلط پوه نشي ! دا انسانان هر چیرته هورا هورا نارې وهي او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x