ټولنیزه برخه

دیني علماوو ته وړاندیزونه

خالق یار احمدزی

په داسې حال کې چې هیواد مو د حربي ښکیلاک ترڅنګ له فکري او عقیدوي یرغل سره لاس او ګریوان ده او په دې برخه کې زیات مسؤلیت علماؤ او د اسلامي زدکړو پوهانو ته ورګرځي، نو غواړم، نن ورځ د بیلابیلو مسائلو په هکله علماؤ ته ځانګړي او اړین وړاندیزونه وکړم، هیله ده، زما کرښې د بې ادبي او بې تفاوتي په توګه تعبیر نه شي او ترپایه یې په سړه سینه را سره ولولئ!

قدرمنه! له کله هم چې ته طالب او بیا مُلا شوې دا ټول د عوامو، په ځانګړې توګه ستا د محترمې کورنۍ د زیارګالونکو مشرانو له برکته وه، چې اوس باید د ټولو شکریه آدا کړې او د دې احسان د ورپوره کیدو لپاره یې د خپل ترلاسه شوي علم په ویش او ورسولو خوشاله او و نازوې.
که ته اوس عالم او مولوي یې، هڅه کوه د سیمې د مشرانو علماؤ، په ځانګړې توګه د خپلو شیوخو او استادانو ته ریښتینی احترام وساتې، د خلکو له مخې ورته په ولاړیدو، لاس ښکلولو او بوټونو سمولو ځان ټيټ مه بوله او ددې ترڅنګ د امکان تر حده وخت پر وخت د خپلو استادانو احوال پرسي کوه..

کوښښ کوه خپلو مقتدیانو، ملګرو او د کورنۍ غړو ته، په ترتیب واره توګه، اونۍ کې یوځل اصلاحي وینا وکړې او په دې برخه کې هڅه کوه ټولې هغه نیمګړتیاوې یې په غیرمستقیم ډول په ګوته کړې، چې د هغوی د ورځني ژوند په زیان وي او یایې هم له دیني چارو غفلت ته سوق کوي.

خپل تربیوي ټولګی همیشه په خوږو خبرو سمسور او جلبوونکی ساته تر دې چې راغلي خلک دې له ویناوو زړه توري نه شي.

ته د خلکو مرجع یې، خلک باید تاته د خپلو اړینو مسائلو د حل لپاره مراجعه وکړي، ته د مادي امتیازاتو لپاره خپل علم د نورو کورونو، مهمان خانو او دکانونو ته مه وروړه، ځکه دا د دین د سپکاوي ترڅنګ ستا د سپکاوي لامل هم جوړیدای شي.

دائمي مطالعه کوه او هڅه کوه په دې برخه کې هغو مسائلو ته اولویت ورکړې، چې ستا له ورځني ژوند سره تړاو لري او خلک یې په هکله درڅخه پوښتنې کوي.

ټولنې ته د وهابیت، پنجپیریت، بریلویت او نورو مزخرفو عقایدو او افکارو د راوړل کیدو مخه په کلکه ونیسه او هیچا ته په دې برخه کې د نفوذ اجازه مه ورکوه؛ ځکه چې دا ټولنه د احنافو ده او هغوی په سر او مال له خپل مذهب دفاع ته چمتو دي، هڅه مه کوه چې خپله هم په ټولنه کې د اختلافي مسائلو د ترویج لامل جوړ شې؛ دلته هرهغه څوک منفور شوي، چې غوښتل یې د نورو عقاید یا خپل فکري فرمایشات په نورو وتپي.

لکه څنګه چې اسلامي سیاست مهم او ارزښتمن دی، نو له سیاسي امورو خبردار اوسه، او هڅه کوه پر مطالعه سربیره یې وخت په وخت له خلکو سره اړین مالومات شریک کړې.

په ټول توان هڅه کوه، د عوامو او خپلو شاګردانو د فکري انحراف مخه ونیسې او ددې لپاره هغوی ته وخت پر وخت عقیدوي مالومات واضح او د پردیو له فکري یرغل یې د ژغورلو ترڅنګ په دې تړاو په پوره ډول وپوهوې.
اړینه ده، په لومړي قدم کې هغوی د فکري یرغل د څرنګوالي، موخو، او لاملونو په هکله وپوهوې او تر هغه وروسته یې په هکله نور جزئیات ورکړې.

د دولتي دربار مُلا له ځانه مه جوړوه، ځکه ته د ټولنې سړی یې او باید له رسمي چارو ځان منصرف کړې.

د مالدارو او نادارو عوامو ترمنځ فرق مه کوه، ټولو ته په یوه سترګه ګوره او په غم، ښادي کې یې په موازي توګه ګډون کوه.

د روژې په میاشت، یا هم که ممکنه وه د کال نورو ورځو، شپو کې خلکو ته د قرانکریم ټکي په ټکي روانه ترجمه کوه او ورسره کله ناکله مهم احادیث بیانوه.

که اړتیاوه او پریکړې د نبوي او شرعي منهج پر اساس کیدې، د خلکو په مرکو، غونډو او جرګو کې ګډون کوه، خو که له تا څخه د یوه عالم په توګه ابزاري استفاده کیده او خپلې جوړې شوې تګلارې یې ستا په نوم تیرولې ، بیا نو په جدي توګه ترې لرې اوسه.

په هیڅ ډول دولتي غونډو کې که هغه په هر عنوان جوړه شوې وي، ګډون مه کوه، ځکه ستا د ګډون له کبله یاده اداره د مشروعیت خپلولو هڅه کوي.

که د خلکو امامت دې کاوه، نو تقوا او دیانت خپل معیار وګرځوه او په ټولو چارو کې له نبوي مسند خبرې کوه، د خلکو په شخصي معاملو کې چې له دین پورې تړاو نه لري، مه داخلیږه او تر څنګ یې له شتمنو خلکو څخه د مادي امتیازاتو د ترلاسه کیدو هیلې هم مه کوه.
کوښښ کوه چې د مدرسې ښوونکی یا د مکتب/پوهنتون استاد واوسیږې ځکه په دنیایي چارو کې دې ټوله بوختیا، ترلاسه کړی علم لمنځه وړي.
له محصلینو، د ښوونځیو له شاګردانو او د نورو برخو له فعالو ځوانانو سره وخت پر وخت ناستې کوه، د هغوی ستونزې او مسائل اوره او د هواري لپاره یې هڅې کوه.
فرد محوره او ځانپاله مه اوسیږه، ځکه ته د ټولنې لپاره یو روزل شوی اجتماعي سړی یې چې باید خلک پر ځان راټول کړې او د دین چارو ته یې سوق کړې.

په ورځنیو چارو او په ځانګړې توګه په معاملاتو کې ژر فتواوې مه صادروه او تر هر اړخیزې څیړنې وروسته د مسئلې حل راوباسه او په دې برخه کې له چا د ویرې او شرم احساس ونه کړې.

جهادي امورو ته هم پاملرنه کوه او هڅه کوه،هغوی ته په خپل ورتګ سره هم د عوامو مجاهدینو ستونزې او مسائل حل کړې او هم دا ورپه ګوته کړې چې علماء مو په ټولو ستونزمنو وختونو او چارو کې ترڅنګ ولاړ دي.

له هر راز ژبني، قومي او نژادي تبعیض او تفرقې ځان وساته او له خلکو سره په قومي ستونزو کې ځان مه ښکیلوه، ځکه د یوه لارښوود په توګه دا کار له تاسره نه ښایي او هم دې ترلاسه شوی هیبت او عزت لمنځه وړي.

د منبر پر سر څه چې هم بیانوې، لومړی یې پرځان عملي کوه، ځکه چې د بې عمله عالم خبرې هیڅ راز اثر نه لري او نه هم په زړونو کې ځای نیسي.

د جومات، مدرسې، خانقاء او نورو دیني مرکزونو خدمت ته ځانګړې پاملرنه وکړه او مخربو کړیو ته یې د انهدام، شړیدو او دیوالي کیدو موقع په لاس مه ورکوه..

کوښښ کوه هغه ځوانان چې لمونځ یا نور دیني احکام نه پرځای کوي، له مختلفو لارو را تشویق کړې او هغه شتمن کسان چې له خپلو پیسو، فصلونو او نورو شته وو څخه فرضي زکات نه آدا کوي هم خپل مسؤلیت ته وهڅوې.
اړینه ده چې په دې برخه کې هغوی ته تخویفات او د راتلونکو بدوعواقبو د بیان ترڅنګ بیلابیل میکانیزمونه وټاکې او په دې برخه کې هغه ته دا اطمینان هم ورکړه چې د زکات غوښتلو هدف یې خپل جیب نه دی، «د خپل کلي اړمنو ته یې ورکړه، خو غاړې دې خلاصې کړه»

کوښښ کوه تصنفیاتو او تألیفاتو ته ځانګړې توجه وکړې او د باقیات الصالحات په توګه یې راتلونکو نسلونو ته پریږدې.

قدرمنه عالمه! دا چې ترپایه دې زما وړاندیزونه ولوستل، د خپلو خبرو په تړاو، درڅخه بښنه غواړم او د دعا هیله درڅخه کووم.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پدی عکس کی باور وکړی الله دی ما نه ګنګاره وی روژه می په خوله ده چی ډیرو به یی ## وی. نوم یی د علماو دی خو په والله که په لیک او لوست یو خبر وی. دوی ##. امید دی چی دا تبصره می همدسی کټ مټ نشر شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x