افغانستانسولې اړوند خبرونه

روسیه: افغانستان کې د امریکا د پوځي‌ حضور دوام ستونزې زیږوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د کړې هوکړې خلاف په افغانستان کې خپل پوځي حضور غځوي؛ روسیه وایي، دا کار له دوحې توافقنامې سرغړونه ده او د ستونزو لامل کېدای شي.

د سپينې ماڼۍ چارواکې وایي، د امریکا ولسمشر ښایي نن ورځ د افغانستان د موضوع په اړه وینا ولري‌ او د روان میلادي کال د سپتمبر یوولسمه نېټه به له افغانستانه د ټولو امریکایي او ناټو عسکرو د ایستلو وروستۍ نېټه اعلان کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس ټول بهرني عسکر باید د «مۍ» میاشتې تر پیلېدو له افغانستانه وتلي‌ وای او د سپتمبر په میاشت کې د هغوی وتل له یادې شوې هوکړې سرغړونه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه ښودلې، چې د امریکا د پوځي حضور د دوام پریکړه به په افغانستان کې ننګونې زیاتې کړي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د اپریل میاشتې تر پیلېدو پورې له افغانستانه وتلي واي؛ خو امریکایی لوری ادعا لري، چې د لوژستیکي‌ او تخنیکي ستونزو له امله نشي کولای په ټاکلې نېټه خپل عسکر وباسي.

ورته مهال طالبان بیا ګواښ کوي، که امریکايي عسکر له دوحې تړون سره سم له افغانستانه ونه وځي،‌ په وړاندې به یې تونده جګړه پيل شي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد»‌ د امریکا تازه پریکړې ته په اشارې پر ټویټر لیکلي‌ « که توافقنامې ته التزام و نه شي، بهرني ځواکونه په ټاکلي وخت زموږ له هېواد څخه و نه وزي، يقينا چې ستونزې به زياتېږي او بيا به يې مسئوليت د هغه لوري په غاړه وي چې توافقنامې ته التزام نه کوي.»

یاده دې وي، چې روسیې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د امریکا او ناټو شتون د ستونزو د زیاتېدو لامل بللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Hey Mr. Putin,

You are absolutely correct. I am sure you remember what happened to you guys. 
I believe the US misunderstood. The US probably thought that the Afghans were
 tired with the USSR and might not be able to resist the west. Infact, the blood of 
Afghans was still boiling at the time and did not back off.

Anyway, just tell them good luck.
Adam Khan

Hey Mr. Putin, Guess what? They are planning to build surveilance centers on the top of Pamir and Hindukush. And believe me they would be watching you and Mr. Xi from the top of the world to see what you guys would be doing in your bedrooms. I do not think you would be able to sleep properly and enjoy the night in your bedrooms. It is not a joke I am telling you the truth, buddy. Do not forget to tell Mr. Xi about this. I am sure he would give you stir fried chicken with stir fried rice… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x