افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني او بایډن له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه غږېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۰ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «جوبایډن» له «اشرف غني» سره تلیفوني خبرې کړې دي او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه ورسره غږېدلی.

اشرف غني پر خپل ټویټر  لیکلي، چې له بایډن سره په  تلیفوني خبرو کې یې په سپتمبر میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه غږېدلی او په خبره یې «د افغانستان اسلامي جمهوریت» د امریکا له لوري شوې هوکړې ته احترام لري.

نوموړي د امریکا د نوې هوکړې په عملي کولو کې له امریکا او ناټو سره د همکارۍ ژمنه کړې او ادعا یې کړې، چې حکومتي عسکر کولای شي، خپله دفاع وکړي.

دغه تلیفوني خبرې داسې مهال دي، چې امریکا له طالبانو  سره د کړې توافقنامې خلاف په افغانستان کې خپل پوځي حضور غځولی او د سپتمبر د میاشتې یوولسمه نېټه یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه اعلان کړې.

د دوحې د تړون په اساس ټول امریکایي  او ناټو عسکر باید د «مۍ» میاشتې تر پيلېدو له افغانستانه ووځي؛ خو امریکا ادعا لري، چې د تخنیکي او لوژستیکي ستونزو له امله نشي کولای په یاده نېټه ټول عسکر وباسي.

بل لور ته طالبان بیا د دوحې توافقنامه د افغانستان د ستونزو یوازینی حل ګڼي او ټینګار لري، چې که شوې توافقنامه عملي نشي، ګڼې ستونزې به وزیږي، چې د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د بهرنیو ځواکونو په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x