شعـــــرونه

ما درته ویلي وه چي کډه رقیبان به سي/ جهاني

عبدالباري جهاني

ما درته ویلي وه چي کډه رقیبان به سي
خپل به مو وطن وي او خپلواک افغانستان به سي

چاچي نه منلې د خیبر او د میوند کیسې
نن به له دې خاوري مات هډونه ځي روان به سي

رابه  سي موسی د کوه طور له معجزو سره
نیل به توپاني سي ډوب د مصر فرعونان به سي

وا به چوي ډار او زلزلې په پالنګونو کي
باد به سي، باران به سي، ژلۍ به سي، توپان به سي

ختمي به تیارې له کندهاره تر اټکه سي
بخت به مو راویښ سي را پخلا بوډۍ اسمان به سي

نن دي د ازل کاتب تاریخ له سره ولیکي
مېنه د میرویس به سي دوران د اکبرخان به سي

بیا به د ګودر له مازیګره وطن ښکلی سي
ټیک به سي، امېل به سي، پایل به سي، پېزوان به سي

نن که پسرلي که اخترونه راځي رادي سي
ړنګي هدیرې به سي دا وران کلي ودان به سي

ما « د پردي کټ تر نیمو شپو» خبر ورکړی و
تېښته یې بادار کوي مختوري غلامان به سي

ځي به له وطنه چي پردیو راوستلي وه
څوک چي فرنګي بابا ته ناست وه یتمیان به سي

اوس به د دې خاوري د مالک پته هم ولګي
مځکه د بابا چي یې بلله وارثان به سي

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۱ کال د اپرېل د میاشتي دیارلسمه،
ویرجینیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

So sweet I love it.

غوربندي

جهانی صاحب

روژه مو بختوره

د خدای تعالی شکر وباسی چې له دې ګوډاګیانو مو لار جدا کړه،،، په هغو څه موده همکاری الله تعالی ته توبې وباسی،، ما او ټولو افغانانو ان شاالله بښلي یاست.

ډېر ښایسته غزل مو لیکلی،، په ګوتو او عمر مو برکت شه

خدای مو مه کموه

عبدالمالک همت

هو ما هم داويلي وه !   عبدالمالک همت   هو، ما هم دا ويلي وه چي مات نيواکګران به سي  د ظلم کور به وران سي، خو تل پاته يې داستان به سي        ماهم کاوه فکر چي يو وخت به داسي هم راځي بل رنګ او بل ډول د غليم ځيره خوران به سي     هغه د غليم فکري جګړه چي يې پر مخ بېول سم دم به دښمن سي د طاغيانو، مسلمان به سي   اوسي به په عېږ کي د دښمن او خوري ډالربه يې بيا چي پله واوړي نو تر ټولو ښه افغان به سي … نور لوستل »

شالو

جهانی صیب! د یو څه لیکن او مګر سره بیا هم مننه، کور مو ودان.

شالو

قدرمن او دروند استاد همت صیب! الله پاک د اجر درکړی، خوشاله اوسی.

عبدالمالک همت

ډېره مننه ښاغلې !
الله دي تاسو غوندي واقعيت خوښوونکي دوستان نه کموي، خوښ او سر لوړي اوسئ په درنښت

صالح

سوال؟ هغه داچی دداعش سرمنشآ پا کوم جای کی ده اودچاله طرفه روزل کیژی اوددوی مرگ موگ ولسته چنگه دی آیاداخلگ باغیان دی اشغالگردی یاکوم بل شی

Saleh

پخوانی اردوته داوسنی اسلامی امارت په لیکو زای ورکول ایا دامناسبه ده بالخصوص مسلکی خلگ مشهورچهری( ستاسونظرغوارم په دی هکله)مننه کوم

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx