لیکنېنظــر

د ترکیې ناسته ولې وځنډېده؟؟

خيرالله شينواری

ټاکل شوې وه چې د روانې میاشتې په شپاړلسمه به ترکیه کې د جمهوريت او اسلامي ا ما رت د استازو تر مېنځ د لوړې کچې یو کنفرانس دائر شي چې د دواړو طرفونو لوړپوړي چارواکي او مشران به پکښې ګډون کوي خو طا لبانو تېره شپه ناوخته وویل چې په یاده نېټه دې کنفرانس کې ګډون نشي کولای.

لومړی او اساسي دلیل دا کېدای شي چې طا لبان چمتو نشول تر څو کورکورانه پداسې یوه لوی کنفرانس کې ګډون ته حاضر شي چې امریکا په یوه غیر مترقبه او یو طرفه اقدام کې یې د دائرولو پرېکړه وکړه چې په دوحه کې مذاکراتي هیئتونه په مذاکراتو بوخت وه، ولو که دغه مذاکرات یو څه پېکه او پڅ مخته روان وه خو ددوحې تړون په اساس دا پروسه مخته روانه وه او طا لبانو ددې تړون له اصلونو سره سم د سولې د پروسې تطبیق غوښته نو بیا څنګه یو دمي د استانبول کنفرانس مخته راځي حال دا چې وار له مخه کومه همغږي موجوده نه وه.

دویم دلیل به دا وي چې د دوحې تړون په اساس باید بهرني پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې په مکمله توګه له افغانستانه ووځي، ولې څرګندېږي چې امریکایان د تړون د نورو مواردو د نقض تر څنګ غواړي دا اساسي بند هم نقص کړي او د خروج نېټه په یو جانبه توګه تمدید کړي، واشنګټن پوسټ تازه وایي چې جو بایډن به په رسمي توګه د راتلونکي سپتمبر ۱۱مه د امریکایي پوځیانو د خروج اخیري نېټه اعلان کړي کومه چې ددوی په قول له تروریزم سره د جګړې شلمه کلیزه ګڼل کېږي، د سرچینو مطابق ددې تمدید په اړه له طا لبانو سره بحثونه شوي خو کوم توافق ندی شوی نو ځکه یې تر دا مهاله د امریکا یو جانبه اقدام ګڼلای شو. دلته یوه مهمه نقطه د یادونې وړ ده چې د امریکا تېر تاریخ ته په کتو په هغو هیوادونو کې چې امریکایي پوځیانو پکښې شتون لاره د وخت د ولسمشرانو د ښکاره اعلانونو باوجود هم پوځیان ندي وتلي، اوباما په۲۰۱۱م کال کې له عراقه د امریکایي پوځیانو د خروج نېټه اعلان کړه مګر لا هم د عراقي حکومت او پارلمان له ښکاره مخالفت او رسمي غوښتنو سره سره بغداد کې امریکایي پوځیان مېشت دي، نو دېته په کتو هم شاید طا لبان وروسته لدې له سیاسي پروسې سره ډیر محطاطانه چلند وکړي او خپل موقف تر هغو محکم وساتي تر کومې چې بهرنیو پوځیانو افغانستان په مکمله توګه نه وي پرېښی.

دریم دلیل ددې کنفرانس د اصلي اجنډا په اړه هېڅ کافي معلومات له اولې ورځې نه وه موجود، د ګډونوالو د کچې معلومات هېڅ اړخ ته نه ور معلومېدل، ځینو پکښې د طا لبانو لخوا د مشر امیر او د کابل لخوا د اشرف غني د ګډون اوازې ګډې کړې، بلخوا بیا د خلیلزاد په حواله وویل شول چې غواړي دې کنفرانس کې د طا لبانو د سیاسي دفتر د مشرانو ترڅنګ د رهبري شورا ځینې غړي چې د ځینو نومونه هم یاد شوي وه ګډون وکړي، که چېرته دا مسله واقعيت ولري نو داسې یوه غوښتنه طا لبانو ته پخپلو چارو کې ښکاره مداخله ښکاري او هېچا ته ددې حق نه ورکوي چې په غونډو کې ددوی د هیئت د ترکیب اړوند کومه ځانګړې تقاضا ولري او پدې څانګه کې خپل فرمایشات ولري.

اخیري او مهم دلیل به دا وي چې داسې محسوسېږي چې ناڅاپي د امریکا، ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر په دخالت امریکا د خپل خروج نه مخکې په بېړه غواړي چې په افغانستان کې یو سیاسي جوړ جاړی رامېنځته کړي ولو که هغه په هر شکل او بڼه وي، طالبان د جنګسالارانو او د تېر شکل کلن نظام له بقایایو سره یو داسې جوړ جاړی او سیاسي مصلحت ته ننباسي چې په ترڅ کې یې واک ووېشل شي او په اصطلاح سوله وشي چې دا به هېڅ وخت د طا لبانو لپاره د سولې هغه مفهوم افاده نکړي د کوم لپاره چې دوی تر پنځه ویشت کاله ډیره مبارزه کړې او پدې لار کې یې بېشماره قرباني ورکړې، طا لبان پدې برخه کې کومه خاص عجله نلري او نه هم داسې کوم مجبوریت محسوسوي چې له مخې یې داسې یوه جوړجاړي ته غاړه کښېږدي چې خلک سبا د همداسې یوه څو سري نظام او حکومت شاهدان وي کوم چې افغانانو په تېرو دوو لسیزو کې تجربه کړی او خلک ترې هېڅ ښه خاطره نلري.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x