تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه(۶)- بې تعبيره خوبونه

شهرت ننګيال

بې تعبيره خوبونه:
تنظیمونه د اقتدار په ناندریو او سیالیو لگيا وو، ښاغلي سیاف د جهادي تنظيمو دننه نويو انشعابونو ته په لمن وهلو د تنظیم زېږونې پروسه غښتلې کړه. د محمدي له حرکت انقلاب اسلامي، مولانا نصر الله منصور او رفيع الله مؤذن د ښاغلي سیاف په مرسته د جلا جلا ډلو بڼه خپله کړې وه. مولوي محمد میر د نجات ملي جبهې په نامه د ښاغلي مجددي له تنظیم نه د رابېلې شوې ډلې مشري کوله، په حقیقت کې دغه درې واړه ډلې د ښاغلي سیاف پر محور څرخېدلې.

د شوروي یرغل په لومړیو کې چې استاد سیاف له زندان آزاد او پېښور ته رسېدلی و، استاد رباني د جمعیت لومړی مرستیال اعلان او له خپله اړخه د افغانستان د ازادۍ لپاره اسلامي يووالي مشرتابه ته کاندید کړ – د ده په گټه يې د مجددي تنظيم يوه رايه رانيوه.

استاد سیاف د اتحاد رياست په مټ د جلا تنظیم پلان له جمعیت د مخکښو کسانو په را بېلولو پیل کړ، دغسې يې د مجاهدينو پر دغه اتحاد هم چې په اووگوني مشهور و گونډه ووهله.

((د افغانستان مجاهدينو اسلامي اتحاد)) په دوه نیم کلن ژوند کې ښاغلي سیاف ته د منشعبو ډلو ډېر افراد په میراث ورسېدل، مولوي محمد میر له خپلې ډلگۍ سره د اتحاد په تنظيم ورگډ شو، مولانا منصور او رفيع الله مؤذن د ښاغلي سیاف له کړۍ نه په واټن نیولو دې ته اړ شول د ایران په مرستو خپل موجودیت ژوندی وساتي، دلته وه چې د اتحادونو او ائتلافونو تجربې يو پر پل پسې له ناکامۍ سره مخامخ شوې.

د روسي پوځونو له وتلو وروسته د نوي پړاو لپاره جهادي مشرانو او قوماندانانو د بېلا بېلو پلانونو او دریځونو په غوره کولو ځانونه د وروستۍ گټې لپاره چمتو کول – له رژیم سره له پټو او ښکاره اړیکو را واخله له ډاکتر نجیب سره تر ليدنو کتنو پورې هڅې په تېزۍ روانې وې.

حزب لومړی په عراق او دویم وار ليبيا کې د نجيب رژیم له استازو سره خبرې کړې وې، پیر گیلاني هم له نجیب سره بغداد او سویس کې كتلي وو. د صبغت الله مجددي ورور قدرت الله مجددي فرانسه کې له نجيب الله سره پټې ناستې لرلې…

ددغو پټو اړيکو لړۍ په دې راټوله وه چې ډاکټر نجيب الله پخپله گټه د واک پرېښودو جوړجاړي ته ور مات کړي. په بله وينا تنظيمي مشرانو د ځان په گټه د واک لپاره له کابل سره د پټو اړیکو مسابقې ته دنگل، که وکړای شي له ډاکتر نجیب الله واک د ځان لپاره غصب کړي… په دې توگه د تنظيمونو مشران له وړاندي د اقتدار د خوبونو په تعبير پسی لالهانده وو.

راتلونکی عنوان:
د واک لېوالتيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x