ټولنیزه برخه

زه مې له رب سره روغه کوم!

وقايت الله وقار

د ګناهونو په توره سيلۍ کې د کمره خواته يو کس په ډېره ترهيدلې او هيښوونکې بڼه ناست دی، څوک چې د هغه ګردجنه څېره ويني، ورته حيرانيږي، ځکه د هغه حالت د ډېرو تعجبونو وړ دی، کله په چورتونو سر شي، ته به وا که آسمانونو ته خيژي، کله په ژړا شي، دومره وژاړي، چې د اوښکو په باران ېې د اننګو بڼ خړوبه شي، دغه اوبه ډېری وخت د بڼ له پولو هم ور اوړي… .

د ډېر چورت او ژړا وروسته لاسونه لپه کوي او الهي دربار ته د خپل عذر کلمې داسې وړاندې کوي:
الهي! زه د تورو شپو په توره کنده کې پروت انسان يم، چې د خپل بد نفس او شيطان پيروۍ تر دې ځايه راورسولم… ما هېڅکله د خپل نفس او شيطان څخه سر غړونه نه ده کړې کومه لاره چې دې دواړو راښودلې، تعقيب کړې مې ده، کوم عمل چې ېې راته ښه ښکاره کړی، ورپسې تللی يم، لاسته راوړی مې دی او يا ېې د لاسته راوړلو په کوښښ کې سر ګردانه ګرځېدلم… .

ما له خپل نفس او شيطان سره دومره وفا وکړه، چې نن ېې په حروفو کې نه شم کښلی، په ژبه ېې نه شم ويلی او د خپل فکر سرشاره آس پکې نه شم ځغلولی…خو نه پوهېدم، چې لدغې وفا څخه بې وفايي ډېره غوره وه، دغه وفا زما د هلاکت، خسران او ناکامۍ باعث ګرځي، نه پوهېدم، چې زه د شيطان بنده نه يم، بلکې زه عبدالرحمن يم، هو، زه د رحمن بنده يم، بايد د رحمن ذات راښوولې ليار ونيسم او په هغې لاړ شم، دا ځکه چې يواځې او يواځې د خدای تعالی په لاره کې کاميابي، نېکمرغي او خوشالي نغښتې ده.

اوس پوه شوم، چې ما ښه کړي او که بد؟!
زه لوی ظالم يم، خاين يم، د خپلو کړو ژمنو او وعدو ماتوونکی يم، يواځې دومره نه، بلکې په انساني نړۍ کې د خپل نفس او شيطان ستر پيروي کوونکی وم… .

زه پوه شوم، چې شيطان زما دښمن دی، بايد زه ورسره دښمني وپالم، د دښمن په څېر چلند ورسره وکړم او په هر ډګر کې ېې مخالف شم… .

هو! زه د رب العلمين د سپېڅلو احکامو په اړه له بې غورو انسانانو څخه وم، د هغې مخالف وم، تر دې چې د هلاکت له څو پړاوونو تېر شوم، خو بيا هم بچ شوم، پوهېږئ! چا بچ کړم؟

هغه ذات چې ما ېې حکمونه او فرمانونه شاته غورځولي وو، هغه ذات چې ما ېې د يو نعمت شکر هم نه دی اداء کړی، هغه ذات چې ما د هغه دښمن په دوستۍ نيولی ؤ او د هغه په خلاف مې د هغه د دښمن توغ په لاسونو کې نيولی ؤ… .

هو! زه ظالم يم، ظالم، دومره ظلم مې کړی چې د بښنې وړ نه دی، خو بيا هم د خپل رحمن، رحيم او غفار رب د رحمت د ګلاب له بويولو او ښکلولو څخه نا اميده نه يم، ځکه چې زما د رب رحمت په هر څه وړاندې دی… هغه په خپله فرمايلي، چې زما رحمت زما په غضب مخکې دی، نو زه ترې د همدغې رحمت هيله لرم او ترې غواړم ېې…

هو! زه منم، چې زما د ګناهونو پېټی د انساني تصور څخه وتلی دی، خو زما د ستر محسن او منعم رحمت بيا د ټول مخلوق په تصور کې نه شي ځاييدای، دا ځکه چې زما د رب رحمت ډېر پراخه دی… .
هو، دغه ستر ذات ته کړيکې کوم، ورته ژاړم او وايم چې: ربه ما وبښې، زه نه شم کولی، چې له تا سره په جګو سترګو او هسکه غړۍ مخ شم، ځکه هغه معصوم بدن چې تا راکړی ؤ، اوس د ډېرو ګناهونو، نا فرمانيو، ظلمونو، بغاوتونو، شيطاني فريبونو، دوکو او خيانتونو ښکار شوی دی.

زه وشرمېږم! کله چې ستا بې شمېره احسانونو او خپلو بې شمېره ګناهونو ته ځير شم، بدن مې له وېرې ولړزيږي، وېره مې واخلي او د ژورې پښيمانتيا احساس کوم…

خو بيا هم؛ ستا د رحمت ځولۍ ته پناه دروړم، له ټولو تېرو شويو ګناهونو توبه باسم، ربه، زما ګناهونه راوبښې، ربه ما ته د رحمت په نظر وګورې، ربه، ما د شيطان له فريبونو او انسي او جني ملګرو ېې لرې وساتې او زما د ژوند بدرنګه پاڼې په ښکلي رنګ رنګ کړې…

همدا وايم، سر له ننه د نوي ژوند د نوي کتاب د لومړي څپرکي سرليک همدا ليکم، چې: زه مې د خپل رب سره جوړه کوم، زه د خپل مالک، رازق، خالق، محسن، سيد، مصلح، حاکم او اله سره سوله کوم، د خپلو تېرو ګناهونو بښنه ترې غواړم او په راتلونکي ژوند کې ترېنه په خپل دين د استقامت، له دغه ستر ذات سره د روغې په تړون د وفا او بدنفس او شيطان په مقابله کې د قوي مبارزې غوښتنه کوم.

#يادښت: دا ليکنه زما په چاپ شوي اثر (د حکمت وړانګې) کې راغلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x