افغانستانسولې اړوند خبرونه

بایډن: د «مۍ» میاشتې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتلو بهیر پیلېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۰ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «جوبایډن» وایي، د مۍ د میاشتې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پيلېږي او د سپتمبر تر یوولسمې نېټې پورې به امریکایي او ناټو عسکر په بشپړ ډول له افغانستانه وتلي وي.

بایډن چې نن یې په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان په اړه یوې خبري ناستې ته وینا اوروله وویل، چې په افغانستان د امریکایي ځواکونو له حملې شل کاله تېر شوي، چې دده په خبره، دا یوه اوږده موده ده او نور باید د افغانستان شخړه پای ته ورسول شي او امریکايي عسکر کورونو ته را ستانه کړل شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړه، چې د افغانستان په جګړه کې میلیونونه ډالر مصرفېږي او زرګونه پوځیان هلته بوخت دي، چې باید دا جریان نور پای ته ورسول شي.

د بايډن له قوله، د مۍ په لومړۍ نېټه به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شي او وړاندې تر دې چې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې شلمه کالیزه راورسېږي، امریکایي او ناټو عسکر او په عملیاتي برخه کې د هغوی متحدین او ملګري به له افغانستانه وتلي وي.

بایډن ددې تر څنګ ادعا وکړه، چې پر افغانستان او سیمه به خپل نظر وساتي او طالبانو ته به اجازه ورنکړي، چې بهرنیو «ترهګرو» ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړي.

نوموړي د طالبانو او د امریکا د تېر حکومت تر منځ شوي تړون ته په اشارې وویل، چې یاد تړون ورته «معنا لري» او ددې لپاره چې په تړون کې د امریکا ملي ګټې خوندي شوې وي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پيلوي.

دده په خبره، ټول په دې متفق دي چې د افغانستان پای ته نه رسېدونکې جګړه باید پای ته ورسول شي؛ خو ځیني وایي، چې زمینه مساعده نه ده؛ مګر دده له قوله، په ۲۰۱۴ کې ناټو اعلان وکړ چې دولتي عسکر نور له خپل هیواد دفاع کولای شي او اوس چې له هغې مودې اووه کاله تېرېږي؛ نو که اوس هم زمینه مساعده نه وي څه وخت به زمینه مساعدېږي.

ورته مهال بایډن طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې پر امریکایي او ناټو عسکرو د برید په صورت کې به له کلکې دفاع سره مخ شي او په خبره یې، که چېرې طالبان پر امریکایي او ناټو عسکرو بریدونه وکړي، له کلک ځواب سره به مخ شي.

د طالبانو او حکومت تر منځ د مذاکراتو په اړه بایډن وویل، چې له یادو خبرو ملاتړ کوي او تر څنګ یې له حکومت او دولتي عسکرو هم خپل ملاتړ روان ساتي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس ټول بهرني عسکر باید د مۍ میاشتې تر پيلېدو له افغانستانه وتلي وای او اوس چې امریکا خپل حضور غځولی، طالبان ګواښ کوي، چې له سختو بریدونو سره به مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Hey Mr. Biden,

No, no don’t be 420. You were supposed to pull out by the end of April. Hey, do not do that

طوطی

والله که پری یو ډز هم وکړی. طالبان د افغانانو د وژلو لپاره ګمارل شوی نه د کافرانو د وژلو لپاره.

عبدالروف

که چیری ډز ئې پری وکړ بیا به نور نه # او که بیا # ٗ داسی جوته کیږې چه ته د بایدن # ئې . هغه #چه ډیرو کسانو ته ئې خوله واچوله او بیا ئې له سپیني ماڼی نه وشړه .

طوطی

دا یوه خبره می په دقت سره په خپلو فکرونو وساتی او هیله ده چی تبصره می نشر شی. دومره ساده کیږی مه، امریکایان د افغانانو په شان ساده ندی چی په ملیاردو ډالر او تر دوه زرو زیاد عسکر یی دلته له لاسه ورکړی او بیا به د طالبانو په چک چکو سره خپلی پښی سپکی کوی. طالبان د امریکایانو د اشغال وسیله دی. همدا طالبان سبب د دی دی چی امریکایان دلته پاتی شی که جنګ نوی بیا امریکایان دلته څه کوی؟ د می په میاشت کی به جنګونه شروع کیږی، ساده طالبان به د پنجابیانو وسیله ګرځی… نور لوستل »

غوربندي

طالبان دې په لاندې شرطونو په امریکایانو بریدونه نه کوي: 1- په ټول افغانستان کې به امریکایان خپل نظامي او هوایي عملیات د تل لپاره متوقف کوي 2- د وتلو مشرح تقسیم اوقات دې طالبانو ته وسپاري تر څو یې طالبان مراقبت وکړی او لازم امنیتي تسهیلات ورته برابر کړي 3- د وتلو له اړتیا پرته به امریکایان د هیڅ ډول تحرکاتو اجازه نلري 4- کابل اداره به جګړه او جګړه ایز تبلیغات بندوي. 5- د دوحې د تړون له مخې به د طالب مشرانو تور لیست او جایزه لست به د مې تر لومړی نیټې له منځه ځي. 6-… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x