ورزش

د بابر اعظم جالبې سلیزې پاکستان ته ستره بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۰ل): د سویلي افریقا او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیریز په دریمه لوبه کې د بابر اعظم او محمد رضوان په زړه پورې لوبې پاکستان ته ستره بریا ورکړه.

بابر اعظم په یاده لوبه کې په زړه پورې سلیزه ووهله او د سویلي افریقا لوبډلې ټاکلی ۲۰۴ منډې هدف یې د یوې ویکټې په سوځېدلو بشپړ کړ.

په یاده لوبه کې سویلي افریقا لومړی توپ وهنه وکړه او په زړه پورې پېل یې وکړ، ددوی لومړۍ ویکټې ۱۰۸ منډې ملګرتیا وکړه، چې په پای کې یې په شلو اورونو کې د ۵ ویکټو په سوځېدلو ۲۰۳ منډې جوړې کړې.

د هدف په تعقیب کې پاکستان لوبډلې د بابر اعظم او محمد رضوان په مرسته په زړه پورې پېل وکړ، چې د ۱۹۷ منډو ملګرتیا یې وکړه، بابر اعظم په ۵۹ توپونو ۱۲۲ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

محمد رضوان چې په پاکستان لوبډله کې یو له روژه نېونکی لوبغاړو څخه و په ۴۷ توپونو ۷۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، او په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

پاکستان د سویلي افریقا ۲۰۴ منډې هدف په ۱۸ اورونو کې د یوې ویکټې په سوځېدلو بشپړ کړ، او د څلورو لوبو سیریز کې یې په ۲-۱ بریا خپله کړه.

باید وویل شي چې د سویلي افریقا لوبډلې یو شمېر تجربه لرونکي او پخواني لوبغاړي د هند غوره لیګ سیالیو په خاطر ملي لوبې پریښودې، چې اوسمهال سویلي افریقا لوبډله د یو شمېر نویو لوبغاړو سره لوبیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x