روغتیا

چینایي چارواکو منلې د کرونا واکسینو فعالیت یې د ویروس پر وړاندې کمزوری دی

چینایي واکسین سینوواک د کرونا ویروس پر وړاندې ۵۰.۴ سلنه اغیزناک دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۰ل): یو شمېر چینایي چارواکو د چینایي واکسینو په کمزورتیا اعتراف کړی چې بالاخره دولت ددوی ظرفیت لوړولو لپاره ددې ترکیب د ژور څیړلو پریکړه کړې.

د ناروغیو د کنترول لپاره د یوه چینایي مرکز مشر ژاو فو وړمه ورځ په یوه کنفرانس کې منلې وه چې چینایي واکسینونه له ویروس څخه د خوندیتوب فعالیت لوړه کچه نه لري.

د اسوشیتد پریس امریکایي ورځپاڼه تور پورې کوي چې بیجینګ په نورو هېوادونو کې سلګونه ملیونه خوراکونه ویشلي، په داسې حال کې چې هڅه کوي د لویدیځ واکسینونو اغیزمنتیا په اړه د خلکو ترمنځ شکونه رامنځته کړي.

تر دې دمه نه ده ثابته شوې چینایي واکسین دې د ناروغانو د مړینې یا کومې بلې ستونزې لامل شوي وي، په داسې حال کې چې د اکسفورد استرازینیکا او د جونسن ایند جونسن شرکت واکسین په ناروغانو کې د وینې ټولېدو لامل شوي او په پایله کې یې یو شمېر کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

ژاو فو وایي، «زموږ واکسین اوسمهال تر رسمي څیړنې لاندې دي چې ایا موږ باید دا د مختلف ډلو معافیت لپاره وکارولی شو».

په برازیل کې چیرته چې د چینایي واکسینو ډیره برخه کارول کیږي، څیړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې د نښو درلودلو سره د ناروغۍ په مخنیوي کې د چین «سینوواک» واکسینو د اغیز کچه (۵۰.۴) سلنه ټيټه ده، په داسې حال کې چې د فایزر، مودرینا او یو شمېر نورو واکسینونو د اغیز کچه له ۹۰ سلنې پورته ښودل کیږي.

چین تر دې دمه د هېواد دننه هیڅ کوم بهرني واکسین نه دي تصویب کړي، او یوازې په خپلو چمتو کړو واکسینو یې تکیه کړې، چې تراوسه یې ۱۷۶ ملیونه ډوزه واکسین خلکو ته لګولي دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان سربېره د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ویروس پر وړاندې د چینایي واکسینو بېلا بېل ډولونه کارول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x