افغانستان

په فراه کې یو ماشوم په دوه ځلې لوستلو قرآن کریم یادکړ

نن ټکی آسیا(چهارشنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۳): د فراه ولایت د شیب کوه ولسوالي اوسېدونکي، دیارلس کلن احمد یواځې په دوه ځلې لوستلو قرآن کریم یاد کړ.
احمد په دیارلس کلنۍ کې په خپل کلي کې په دوولسم ټولګي کې دی. نوموړي له هر ټولګي نه وروسته د سويې آزموینه ورکړې ده او اوس په کم عمر په دوولسم ټولګی کې دی.
احمد چې پلار يې پخوا مړ شوی دی، ښه مطالعه لري او په انګليسي هم روان غږېږي.
ویل کېږي چې که له احمد نه دقرآن کریم د هرآیت پوښتنه وشي، بې درنګه يې تلاوت کوي. د ښوونځي استادان يې هم ترې خوښ دي. د احمد دوی د ښوونځي مدیر وايي چې کاشکې د دوی دغه با استعداده ماشوم زده کوونکی په نړیواله کچه یاد شي. دی وايي چې احمد دومره بې وزله دی چې د قلم او کتابچې پیسې هم نه لري.
ویل کېږي  چې د فراه والي محمد عمر شېرزاد له دغه ماشوم سره لیدلي دي او د مرستې ژمنه يې هم ورسره کړې ده.
احمد پخپل کلي کې بې وزله ژوند کوي او د پلاره له مړینې وروسته يې اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي. که يې دغه ستونزې نه لرلای یاهم ورسره لازمه مرسته شوې وای ښايي احمد لا ډېر وړاندې لاړشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

د احمد لپاره د الله جل شانه څخه ډیر لوړ کمالات او اعلی اسلامی ژوند غواړم الله تبارک وتعالی دی د دین اسلام لوړ نړیواله رهبر وګرځوی خدای پاک دی د مسلمانانو د مشکلاتو د حل لپاره دۍ وسیله ګرځوی چي د مستعضفینو د استضعاف مخه ونیسی او د یهودیت ،نصرانیت ، دهریت او ټول کفري استعمارونو و مخ ته کلک سنګر سی آمین یارب العالمین زه دده ټول دینی مصارفو ته تیار یم . والسلام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x