د نن سرلیکنهلیکنې

د بایډن وروستی اعلان او د دوحې هوکړه

سرلیکنه:

د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن د چارشنبې پI ورځ د افغانستان په اړه د خپل وروستي تصمیم اعلان وکړ. بایډن چې د روان کال له پیله یې د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، په افغانستان کې يې د خپل هېواد جګړې له ارزونې وروسته دغه پرېکړه اعلان کړه.

د بایډن په اعلان کې تر ټولو مهم ټکی دا و چې له افغانستان څخه یې د امریکايي ځواکونو خروج په ډېرو واضحو، صریحو او ښکاره ټکو اعلان کړ. له بایډن وړاندې بارک اوباما هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو د خروج موضوع «شرایطو» پورې تړلې وه.

کله چې ټرامپ ولسمشر شو، په پیل کې يې د افغان جګړې په تړاو خپله ستراتيژي «شرایطو پورې تړلې» وبلله. وروسته چې د ترامپ ادارې له طالبانو سره د دوحې تاریخي هوکړه لاسلیک کړه، هلته هم د ځواکونو د خروج بحث بین الافغاني خبرو او اوربند پورې تړل شوی و.

هغه څه چې د بایډن اعلان د تېرو دوو ولسمشرانو له اعلانونو څخه متفاوت کوي، هغه دا دی چې بایډن د «شرایطو» قید وغورځاوه او په ډېر وضاحت سره یې وویل چې ځواکونه به یې تر راتلونکي سپټمبر وړاندې له افغانستان څخه وځي. د «شرایطو» قید په امریکا کې د هغو جګړه پلوو کړیو حربه ده چې تر دې دمه یې په دې پلمه په افغانستان کې جګړه غځولې ده.

د بایډن د ځواکونو د خروج له اعلان ژر وروسته په کانګریس کې لنډزې ګراهام او پخواني جنرال پټریوس د مخالفت غږونه پورته کړل.

د بایډن په اعلان کې د «شرایطو» بحث له غورځولو سره غواړي د کابل حکومت مشر اشرف غني ته هم واضح پیغام ورکړي چې امریکايي ځواکونه ستاسو د سولې ضد سیاستونو په یرغمال کې نه شي پاتې کېدای. په حقیقت کې له دې اعلان سره اشرف غني ته هم څلور میاشتې فرصت ورکول کېږي چې که د سولې په اړه رغنده دریځ خپلوي او کنه امریکايي ځواکونه په هر صورت وځي.

اساسي پوښتنه دا ده چې ایا د بایډن وروستی اعلان د دوحې هوکړې نقض دی؟

د دوحې په هوکړه کې تر ټولو اساسي او مهم بند چې طالبانو او افغان ولس ته مهم دی هغه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو بشپړ وتل دي او دا هغه څه دي چې بایډن په بې سارې وضاحت او صراحت سره بیان کړ.

که دا په پام کې ونیسو چې په امریکا کې نوې اداره راغله، دوحې هوکړه کې دومره زماني بدلون د توقع وړ ګڼل کېدای شي.

په دې اساس، د بایډن له خوا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د خروج اعلان د دوحې هوکړې اصلي او جوهري نکته ده چې ټینګار پرې کېږي؛ خو په څلورو میاشتو زماني تفاوت سره. له بلې خوا، دا هم د یادولو ده چې د دوحې په هوکړه کې چې کوم زماني قیدونه راغلي، یو هم پر وخت نه دي پلي شوي. د بېلګې په ډول پنځه زره طالب بندیان د لسو ورځو پر ځای په شپږو میاشتو کې خوشې شول. د اووه زره نورو بندیانو د خلاصون مسئله چې درېوو میاشتو کې باید حل شوې وای، تراوسه پاتې. همداراز د تور لیست او جایزې لیستونو خبره لا پاتې ده.

دا ټول د دوحې هوکړې د نقض په معنا نه، بلکې د مهالوېش د ځنډ په معنا ګڼل کېدای شي. که د مهالوېش ځنډ د هوکړې د نقض په معنا وبولو، بیا نو هوکړه د مارچ پر یوولسمه نقض وه؛ ځکه پنځه زره بندیان ایله نه شول. که بایډن داسې پرېکړه کړې وای چې په افغانستان کې يې پر خپلې جګړې ټینګار کړی وای او د ځواکونو له خروج یې انکار کړی وای، په هغه صورت کې دا د دوحې هوکړې د صریح نقض په معنا او حتا د لغوې په معنا کېدای شوای.

په دې اساس، که د امریکا افغان جګړه چې نژدې شل کلنه کېږي، په څلور میاشتني زماني تفاوت سره حلېږي، دا د افغان ولس او افغانستان په خیر ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

هیڅ نوی تاریخ دمنلوندۍ کفاردرواغجن دی غواړی په هرصورت لادینه کمونسټ حکومت پرافغانستان مسلط وساتی اوداحکومت ددوی په خوښه غواړی افغانستان ددوی په ګټه استعمال کی فقط دوی پرملت حاکم اوخپلی عیاشۍ دکفاروداصلحوپه زور کوی ملت وږۍ اوخوارپریږدی په دی ۲۰ کاله کی کمه کارخانه جوړه سوه کم ذراعتی پرمختګ وسو ملت نورفقیرخوار اودرپه دره سوکه هرڅوک ددوی پروعدواعتبارکوی زماپه نظرناپوه دۍ دټولی دنیااشغال ګروڅیړۍ هرمملکت چه دوی اشغال کړی دۍ دعلمه یی اچولۍ قومی اوژبنی اختلافونه یی کی اچولی دین اوکلتوریی ورخراب کړۍ بیله جهاده هیڅ چاره نسته ترکیه اردوګان یی بیرته مهارکۍ یوڅه وخت یی داسلامی اتحاد ناری… نور لوستل »

طاهر ثابت

ددی فیصلی بایلونکی به مسلمانان وی او بیا طالبان. دقانون په وړاندی ځینی ټکی مهم او نور تایدونکی وی. دمی تراوله نیټه مهم شرط وو. څنګه چه هغه مات سوی نو طالبان باید جدیت وښیی. په قانون کی یوبل اصل داهم دی چه قرارداد اوتړون ته وفادار طرف حق لری چه یا هغه ومنی او یا رد کړی. زما ویره داده چه امریکایانو قصدا داسی سربدالی راوړی ترڅو سبا یی خلک ملامت نکری خصوصا په قانونی ځایو کی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x