ټولنیزه برخه

موږ معيار نه يو!

لیکوال: سلمان العودة فک الله اسره

ژباړه: نعيم پرهېز

یوه ورځ مې د موټروانۍ پرمهال دې رواني اخلاقو ته پام شو. حتماً به تاسو هم تجربه کړي وي؛
که تر موږ وړاندې موټر ورو روان وي له ځان سره وايو: او وۍ، دا سړی څومره ګنګس دی، ښه ولې تېز نه ځي! او که کوم موټر په چټکۍ سره تر موږ مخکې شي/ځي، وايو: دا ناپوه څومره ګړندی روان دی، سړی ورو لاړ شي، په داسې حال کې چې موږ يې له شخصیت، شرایطو او کار څخه هېڅ خبر نه يو.

متاسفانه چې موږ تل او په ټولو برخو کې د ځان لپاره نمونه يو، او خپلې کړنې او شخصیت مو د نورو د شخصیت او سنجولو لپاره معیار ټاکلی. نو که کوم چا یو کار تر موږ وړاندې وکړ زیاده روي يې کړې او که تر موږ يې ورو ترسره کړ کم کاره/ بې کاره ورته وایو.

که ګورو چې کوم څوک زموږ په اندازه مصرف کوي نو زموږ په اند سخي او کریم دی، او که ډېرې يې مصرفولې وايو اسراف کوي، او که تر موږ يې کمې مصرفولې بخيل او خسیس يې بولو. که کوم کس زموږ غوندې په چټکۍ او ډېرې خبرې کولې وايو پلانی ډېر زړور او پوه دی او که يې کمې خبرې کولې ناپوه او ډارن يې بولو.

حتی موږ دا مسايل یوازې په دنیوي چارو کې نه حسابوو، بلکې ډېر وخت د نورو ديني کړنې/چارې هم په خپل معیار او تله تلو. که کوم کس زموږ په اندازه عبادت وکړ هغه تقوا دار بولو او که لږ څه کم عبادت يې وکړ وايو فلانی چندان سړی نه دی او ډېر عبادت نه کوي، او که تر موږ يې ډېر عبادت وکړ وايو فلانی په عبادت کې ریا کوي او ریاکار دی.

دا په داسې حال کې ده او حقیقت دای، چې موږ خپله یو پایدار حالت نه لرو، او د وخت، ځای، او وسایلو سره زموږ بدلون ښکاري، چې په همدې اساس زموږ معیار هم له موږ سره بدلېږي.

خلاصه؛
تر ډېره باید خپلو کړنو او عمل ته وګورو او د نورو په اړه نيک نظر ولرو. دا نا ممکنه ده چې ټول خلک دې زموږ همفکره او زموږ غوندې کار وکړي. موږ د نورو خلکو د کړنو د منلو او سنجولو معیار نه يو. د خلکو کارونه د هغوی خالق ته پرېږدئ او د خپل ځان د اصلاح او سمولو لپاره کار وکړئ.

په یاد مو وي چې تاسو که ښه ياست د ویلو لپاره يې اړتیا نشته؛ ټول تاسو ويني او قضاوت کوي؛ مينه درسره کوي او له ولې او څنګه پرته مو د ځان لپاره نمونه ټاکي.

افکار، اقوال اعمال او په ټوله کې زموږ ديني او دنیوي کړنې د نورو د بدۍ او خوبۍ د سنجولو معیار نه دی. ښايي موږ ځينې وخت په داسې حالت کې يو چې بشپړ راضي یو او تر یو څه وخت وروسته داسې وخت راشي چې هېڅ پرې راضي نه يو. ایا دا امکان لري چې د ټولو انسانانو حالت د ځان په شان جوړ کړو. او يا هم ښايي داسې حالت درباندې راغلی وي، چې نور نه غواړئ دا حالت همداسې دوام وکړي؛ ایا امکان لري چې په یو وخت کې ټول خلک د ځان په څېر بدل کړئ. نو منطقي فکر وکړئ او خپل حد وپېژنئ.

په یاد ولرئ چې هيڅوک د بل کس په شان نه شي کېدای. ځکه موږ له خپلو کمزوريو او کميو څخه نه يو خبر او په ورته وخت کې د نورو شرایط، شخصیت، توکو، شتمنۍ او نه شتمنۍ په اړه نه پوهېږو؛ خو بیا هم غواړو ټول زموږ په شان وي. نو مهرباني وکړئ خپلو کړنو او شخصیت ته پام وکړئ او د نورو په اړه ژر پرېکړه مه کوئ، که تاسو هم د هغوی بوټان په پښو کړي وای ښايي تاسو به هم د هغوی غوندې په لاره تلئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x