لیکنېنظــر

د جو بایډن تاریخي اعلان!

ذاکر جلالي

بالاخره ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وېستلو تاریخي پرېکړه اعلان کړه. بایډن وویل چې د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو د وېستلو لړۍ به له مۍ شروع کېږي او له راتلونکي سپټمبر وړاندې به بشپړېږي. بایډن په حقیقت کې د سپټمبر یوولسمې پېښو په شلمه کالیزه کې نه غواړي ځواکونه یې د امریکا په تر ټولو اوږده جګړه کې ښکېل پاتې شي.

جو بایډن وویل، شل کاله مخکې افغانستان ته د سپټمبر یوولسمې پېښو په غبرګون کې د القاعده ډلې د ځپلو لپاره ولاړل؛ د القاعدې مشر په ۲۰۱۱ کې په نښه شو، له هغې وروسته په افغانستان کې د امریکا د ښکېلتیا دلایل ډېر غیر واضح دي.
له دې اعلان سره بایډن افغان سولې ته هم یو بل فرصت ورکوي. په دې معنا چې افغان حکومت ته واضح او صریح پیغام لېږدوي چې د سولې پر وړاندې د خنډونو پر ځای دې جدي همکاري وکړي؛ ځکه چې امریکا يې تل تر څنګ نه درېږي.

همداراز په کار ده چې له دغه فرصت څخه طالبان هم د افغان سولې ثبات او تیکاو لپاره ګټه پورته کړي. مهمه دا ده چې بهرني ځواکونه وځي او د افغانستان د جګړې بهرنی فکټور عملاً پای ته رسېږي.

هر دولت‌مشر د خپل هېواد د ګټو، اړتیاوو او فرصتونو په پام کې نیولو سره پرېکړه کوي. دا هغه څه دي چې پر بنسټ یې بایډن پرېکړه وکړه. په دې کار سره به بایډن هغه امریکايي ولسمشر شي چې د دې هېواد تر ټولو اوږده جګړه یې پای ته ورسوله. موږ ته په کار ده چې خپله د یوه ملت په توګه د خپل برخلیک پرېکړې وکړو. متاسفانه په تېرو شلو کلونو کې افغان حکومتونو د افغانستان لپاره خپله کومه ستراتیژي نه درلوده او هر څه امریکا پورې تړلي وو. په تېره د اشرف غني حکومت په بشپړ ډول پر امریکا متکي و. اوس د دې وخت رارسېدلی چې له امریکامحورۍ راووځو او خپلې پرېکړې پخپله د خپلو اړتیاوو او لومړیتوبونو له مخې وکړو.

اوس مسوولیت ورګرځي افغان موثرو سیاسي لوریو ته چې په کوم مهارت او هنر سره کولای شي چې افغانستان له راتلونکو جګړو وژغوري او د بهرنیانو له خروج وروسته افغانستان ته سوله راولي تر څو موږ په خپله سیمه کې له شته فرصتونو د خپلې پراختیا او ښېرازۍ لپاره ګټه پورته کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

دامریکایانو وتل اشتباهی دی. هغوی اردو باسی او سی آی ای او قراردادیان به پریږدی. دکابل داداری په مرسته به همدا پټ امریکایی قوتونه جنګ دوامدار وساتی.
مونږ افغانان باید لیږ صبر وکړو او زرترزره دا اعلان خپله بریا ونبولو. اوس لا خطرناکه دوره را روانه ده. آزادی لا نده تضمین سوی.

الحاج استاذ بیانزی

هو، ثابت صاحب زه هم ستاسی خبره تاییدوم امریکایان په اوسنی دریز کی هم استشهادی متو دی انعطاف نمایی خبرو ته اړباسلی که طالبان خطا باسی بیا او بیا پشی کلکوی او که د طالبانو مقاومت تعقیبول نو جبرا به د وتلو چیغی وهی خو د وتلو وخت کی که ورته کومه بله بهانه پیدا شی بیا او بیا پاتی کیږی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx