روژه د بدلون میاشت

روژه او مثبت بدلون

حمزه حسیني

دا د الله تعالی لوی احسان دی چې موږ او تاسې یې مسلمانان پیدا کړي او بیا یې د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم امتیان ګرځولي یو، د نبي کریم ﷺ په امت باندې رب العلمین بې انتها لورینې کړي چې له هغو څخه یوه یې د رمضان المبارک میاشت ده، په دې بابرکته میاشت کې د روژو نیولو سربېره نور نفلي عبادات هم الله تعالی په ډېر څه قبلوي، خو هله چې نیت پکې یوازې د الله تعالی رضاء وي.

د رحمتونو په دې خورا باارزښته میاشت کې الله تعالی پر مسلمانانو د حلالو شیانو خوړل او استفاده ترې کول حرام ګرځولي، تر څو هر مسلمان ته د نورو مسلمانانو د حالاتو احساس وشي او له هغوی سره د ایثار او قربانۍ پړاونه طی کړي او په خپل راتلونکي ژوند کې د مثبت بدلون پر لوري حرکت وکړي.

په دې اړه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله په یوه خورا لنډ نصیحت کې مسلمانانو ته په خطاب کې ویلي: زموږ په راتلونکي کې د مثبت بدلون امکان هغه مهال شونی دی، چې د دوو خبرو اهتمام وکړو، لومړی دا چې روژه مبارکه کې باید د الله تعالی له منهیاتو په کامله توګه ځان وساتو، دا ځکه چې الله تعالی په روژه کې پر مونږ حلال شیان حرام کړي دي؛ هغه چې له مخکې حرام وو؛ نو لازمه ده چې ځانونه ترې وساتو، لکه غیبت کول، نورو مسلمانانو ته تکلیف رسول، نامحرمو مېرمنو ته د شهوت په نظر کتل او داسې نور ګناهونه چې د الله تعالی د سخط او غضب سبب ګرځي باید په رمضان المبارک کې ترې ځان ساتنه ضروري وګڼو.

دوهم دا چې کمایي او ګټه مو باید له حلالې مرجع او په حلاله توګه وي؛ نو بیا مو په ژوند کې د مثبت بدلون امکان زیاتیږي، که موږ ټوله ورځ په سمه توګه روژه ونیسو خو روژه ماتی مو په حلالو توکو نه وي، بلکې په داسې شیانو روژه ماته کړو چې هغه مو د حرامو روپیو په مصرف را نیولي وي؛ نو روژه نیول به هیڅ ګټه را و نه رسوي، له همدې امله دا دواړه خبرې عملي کول مو د مثبت بدلون پر لوري خوځوي.

دا چې روژه د الله تعالی له جانبه پر مسلمانانو یوه لویه لورینه ده، نبي کریم ﷺ یې اړه فرمایلي:” مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ” متفق عليه
ژباړه: له حضرت ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم ﷺ فرمایلي: چا چې روژه ونیوله په دې عقیده چې روژه ورباندې فرض ده او په دې سره یې طلب د ثواب و؛ نو مخکني ټول ګناهونه به الله تعالی ورته معاف کړي.

حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله د ایمانًا او احتسابًا معنا په دې توګه کړې: المراد بالإيمان: الاعتقاد بفرضية صومه و بالاحتساب: طلب الثواب من الله تعالى.
ژباړه: ایمان څخه مراد دا چې د روژې په فرضیت یې اعتقاد وي او د احتساب معنا دا چې په دې (روژې) سره یې له الله تعالی نه د ثواب غوښتنه وي. نو رب العلمین به ټول مخکني ګناهونه ورته وبښي، د روژې نیولو یې بېل ثواب او د ګناهونو مغفرت یې جدا لورینه.

په پورتني حدیث کې د ګناهونو د بښنې خبره مطلقه راغلې ده، که څه هم شارحین پکې له ځینو قیوداتو کار اخلي، چې ګواکې دلته له ګناهونو صغائر ګناهونه مراد دي ځکه چې کبائر ګناهونه په توبې کښلو سره معاف کیږي، خو ښه خبره دا ده چې حدیث همداسې مطلق پرېښودلی شي، تر څو یې وزن همداسې بر قرار پاته وي. والله اعلم بالصواب.

په یوه بل حدیث کې راغلي: عَنْ سَهْلٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:” إِنَّ فِي الْجَنَّةِ بَابًا يُقَالُ لَهُ: الرَّيَّانُ، يَدْخُلُ مِنْهُ الصَّائِمُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، لَا يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ، يُقَالُ: أَيْنَ الصَّائِمُونَ؟ فَيَقُومُونَ لَا يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ، فَإِذَا دَخَلُوا أُغْلِقَ فَلَمْ يَدْخُلْ مِنْهُ أَحَدٌ”. رواه البخاري

ژباړه: له سهل رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه له نبي کریم ﷺ څخه روایت کوی، چې نبي کریم ﷺ فرمایلی، بېشکه په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان ورته ویل کیږي (ریان یې نوم دی) د قیامت په ورځ به له همدې دروازې یوازې روژه نیوونکي ننوځي، بغیر له دوی به نور څوک له دې دروازې نشي داخلېدلی، غږ به وکړی شي: چېرته دي روژه نیوونکي؟ نو روژه تیان به ودریږي؛ له دوی پرته به نور څوک په دې دروازه نشي داخلېدلی، کله چې روژه نیونکي له دې دروازې جنت ته داخل شي نو باب الریان وبه تړلی شي او له دوی پرته به هیڅوک داخل نشي.

دا هغه موضوعات وو، چې روژه نیوونکو پورې یې اختصاص درلوده، خو که روژې ته سړی عمیق نظر وکړي، نو کولی شي د ایثار او له نورو سره د مرستې الهام هم ترې واخلي، ځکه چې روژه کې د لوږې او تندې احساس خلکو ته پیدا کیږي، همدې لوږې او تندې ته په کتو موږ ته د فقیرانو او حاجت مندو مسلمانانو حالت مخې ته راځي، نو لازمه ده چې بډای مسلمانان له فقیرانو، یتیمانو او کونډو سره په دې بابرکته میاشت کې مرستو کولو ته مټې را ونغاړي او د دوی په دعاوو سره لوړو مرتبو او د الله تعالی رضاء ته ځانونه ورسوي. په همدې هیله.

که څه هم د روژې اړوند بې شمېره فضائل راغلي خو د پورته ذکر شویو خبرو په تعمیل سره ممکن د ډېرو ثوابونو څښتنان شو. الله تعالی دې موږ او تاسو ته پرې د عمل کولو توفیق را نصیب کړي.

آمین یا رب العلمین

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x