ورزش

چمپینز لیګ: ریال مدرید او مانچسټر سیټي نیمه پایلوبو ته لار وموندله – ویدیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو لیګ فوټبال سیالیو په کواټر پایلوبو کې د هسپانوي کلب ریال مدرید او انګلستاني کلب مانچسټر سیټي خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې او نیمه پایلوبو ته یې لار وموندله.

ریال مدرید لوبډله وتوانېدله یو وار بیا انګلستاني کلب لیورپول ته د چمپینز لیګ کواټر پایلوبه کې ماتې ورکړي، یادې لوبډلې له دې وړاندې د ۲۰۱۸م کال چمپینز لیګ په پایلوبه کې هم لیورپول ته په ۳-۱ ماتې ورکړې وه.

بل لوري ته مانچسټر سیټي لوبډلې الماني کلب بروسیا دورتمند ته له جالبې لوبې وروسته د کواټر پایلوبې په دواړو لیګونو کې ماتې ورکړه.

د یادو سیالیو په دوهم لیګ کې د ریال مدرید او لیورپول لوبډلې په صفر-صفر مساوي شوې، خو ریال مدرید چې په لومړي لیګ کې یې په ۳-۱ بریا خپله کړې وه، نیمه پایلوبې ته ووتله.

https://youtu.be/K-4lqVxFzx0

د مانچسټر سیټي او بروسیا دورتمند ترمنځ سیالي جالبه وه، چې په وروستیو کې مانچسټر سیټي وتوانېدله دوه ګولونه راوړي او په دواړو لیګونو کې یې د ۴-۲ ګولونو په توپیر نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

له دې وړاندې فرانسوي کلب پاریس سان جرمان خپل سر سخت مخالف الماني کلب بایرن مونشن ته په ماتې ورکولو، او انګلستاني کلب چیلسي پرتګالي کلب پورتو ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده.

په دې سره د ۲۰۲۱م کال اروپا اتلانو لیګ د نیمه پایلوبو لوبډلې په ډاګه شوې، چې په لاندې ډول دي:

ریال مدرید د چیلسي لوبډلې پر وړاندې (لومړی لیګ د اپریل ۲۸مه)

پاریس سان جرمان د مانچسټر سیټي پر وړاندې (لومړی لیګ د اپریل په ۲۹مه)

د اروپا اتلانول لیګ نیمه پایلوبې به د اپریل میاشتې په ۲۸مه نېټه پېل شي، چې هره لوبډله به د خپل سیال پر وړاندې دوه نیمه پایلوبې ترسره کوي او پایلوبې ته به لار مومي، د چمپینز لیګ پایلوبه به د ترکیې په استانبول ښار کې د مۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

https://youtu.be/1K3pHuJuwtk

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx