شعـــــرونه

هو ما هم دا ويلي وه!/ عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

هو، ما هم دا ويلي وه چې مات نيواکګران به سي
د ظلم کور به وران سي، خو تل پاته يې داستان به سي

ما هم کاوه فکر چي يو وخت به داسي هم راځي
بل رنګ او بل ډول د غليم ځيره خوران به سي

هغه د غليم فکري جګړه چي يې پر مخ بېول
سم دم به دښمن سي د طاغيانو، مسلمان به سي

اوسي به په غېږ کي د دښمن او خوري ډالر به يې
بيا چي پله واوړي نو تر ټولو ښه افغان به سي

ښه څېړونکی، ښه ليکوال او ښه نامتو شاعر به وي
خو د ښکېلاکګرو پر ضد ګونګ او بې زبان به سي
نور د نيواک ضد کسان له هر څه نه بې برخي وي
دوی چي ليري ګرځي له سياسته وزيران به سي

ای شعوري خلکو لږ مو دې ته فکر کړی دی؟
کله چي بدلون راسي ببر ډېر ښوی مخان به سي

ځای د نيکټايي به لنګوټه او ږيره ونيسي
موډ د درېشۍ پر ځای پرتوګ او کميسان به سي

خير دی چي هيواد  مو سي خپلواک لويه خوښي به سي
هر يو دی افغان د ګردو کور افغانستان به سي

ټوله هيوادوال به يو له بله غېږ کي ونيسو
خوار«همت» که اوس زوړ دی له سره بېرته ځوان به سي.

د ۱۴۰۰د وري ۲۶مه، د ده افغانانو د غره لمن، کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x