افغانستان

حکومت بلخ کې دوه کورونه او یو جامع جومات بمبار کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان په شمال ولایت بلخ کې افغان هوايي ځواکونو تېره شپه په هوایي برید کې د عامو وګړو دوه کورونه او یو جامع جومات بمبار کړی دی.

دغه برید د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ اړوند حسن خېلو کلي کې شوی چې له کبله یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي، ګڼ شمېر نور ټپيان دي او د عامو وګړو دوه کورونه او یو جامع جومات ویجاړ شوی دی.

جومات

حکومت ادعا کوي چې په برید کې یې ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، خو مني چې په برید کې دوه عام وګړي هم وژل شوي دي.

د سیمې خلک وایي چې د یوې میرمنې په ګډون یو تن بزګر وژل شوی او نږدې لس عام وګړي ټپیان شوي دي، ددوی په وینا، «دغه ځای کې هیڅ طالبان نه دي وژل شوي او نه هم دوی دلته کومه قرارګاه درلوده، بلکې یوازې ولسي وګړو ته ځاني او مالي زیان رسېدلی دی».

د یاد جامع جومات امام مولوي نیک محمد رسنیو ته ویلي، د ولس پر کور بمبار شوی او حکومت ته تر عملیاتو وړاندې پکار و لومړی یې پلټنه کړی وای، «که د داسې ړندو پېښو مخنیوی ونشي موږ یې پر وړاندې ګام پورته کوو».

د وژل شوي بزګر ورور رسنیو ته وایي، «بمبارۍ هر څه له خاورو سره خاورې کړل، ورور مې هم ولاړ ژوند مو هم تبا شو او کور مو په کنډواله بدل شو».

حکومت دا برید په داسې حال کې کوي چې بهرني او داخلي چارواکي له طالبانو په روژه کې د اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان وایي ددوی بریدونه یوازې د حکومت پر وړاندې ځوابي او دفاعي دي.

د حکومت له لوري د هوایي برید جزئیات د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د یوې ویدیو له لارې خپاره کړي دي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x