په سیمه کی سوله دافغانستان له سولي سره تړلي ده (ګیلاني)

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۲) نن سهار دیوي خبري ناستي پر وخت دپاکستان اولسمشر یوسف رضا ګیلاني وویل، ددغي سیمي سوله اوثبات دافغانستان له سولي اوثبات سره تړلي ده.

دقانو او عدالت په نامه سره دکمیسیون مشر او افغانستان داولسي جرګي له غړي استاد محقق سره په اسلام اباد کي دلومړي وزیر ماڼی کی دکتلو پروخت نوموړي وویل دپاکستان حکومت چمتو دی ترڅو دافغانستان دپولیسو اونورو اداري پرسونلو په روزلو کی له دغه هیواد سره مرسته وکړي، ترڅو له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته افغانستان لپاره ګټور ثابت شي.

ګیلاني زیاته کړه دامریکی له دبهرنیو چارو له وزیري ښاغلي کلنټن سره می دافغانستان د سولی په اړه نظریات شریک کړو، او ورته څرګنده می کړه چی دوستي او دښمنی یو ځای سفر نه شي سره کولای ، نوموړي همدارنګه وویل په اسلام اباد کی دټولو ګوندو نو راغوښتل شوی غونډه کی دسولي او بیا پخلایني پرخبرو باندی ټینګار وشو، او په دی سره پاکستان یوځل بیا دامریکي متحده ایالاتو او په تیره بیا ټولی نړي ته ښکاره پیغام ورکړ، چي دغه هیواد یوسوله غوښتونکي هیواد، اودمشکلاتو دلری کولو په لاره کي همیشه پردوه ارخیزه تفاهم او خبرو باندي یقین لری.

ګیلانی وویل دافغانستان او پاکستان دپارلمان غړي باید همیشه یو له بل سره وویني ‎، ځکه چی دهیوادونو دخلګوترمنځ دوه اړخیزي اړیکي دمسایلو په حل کولو کی ډیري مفیدي تمامیږي.

نوموړي زیاته کړه ګاونډي هیوادونه باید یوله بل سره او همدرانګه له نورو سمیزو هیوادونو سره ښه اړیکی ولري، ځکه چی همدغه طریقه باندي هر هیواد کولای خپلي ملي ګټي په ښه توګه ترلاس کړي.

ددی لپاره چي په ګاونډوی او نورو سمیزو هیوادونو سره ښه اړیکی ولرو، ما دایران، هندوستان، دافغانستان اولسمشر او همدارنګه دمنځني اسیا له ډیرو اولسمشرانو سره وار وار کتلي دی او له هغوي سره مي پرمثبتو اوښو اړیکو درلودلو باندي ټینګار کړی دي.

نوموړی زیاته کړه دسیمي دپرمختګ لپاره دارنګه اړیکي او لیدني ډیري ارزښت لري او په دی سره دهیوادونو دخلګو او اولسونو ترمنځ دوستانه اړیکی نوري ټينګیږي، اوهیوادونو ترمنځ سوداګری وده کوي.

دخپلو خبرو په ترڅ کی ګیلانی وویل ده د خپل حکومت په وخت کی دوه ځله دهیواد له فوځي چارواکو سره یوځای دافغانستان له اولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره کتلي دی. پاکستان همیشه په افغانستان کی دافغانانو له لوري دسولي او ثبات پروسه تاید کړی ده اوپه دی ډګرکی یی ورسره هررنګه مرستو ته غاړه ایښي ده.

مونږ غواړو چی یو ازاده پرمختللي او مستحکم افغانستان ووینو، مونږ به په افغانستان کی دهرهغه اقدام او حل ملاتړ وکړو کوم چی دپاکستان ګټي ورسره په خطرکی نه لویږي او د پاکستان کورني امنیت ته ګواښ رامنځه ته نه کړي.

په اخیرکی نوموړي وویل دیو پرمختلل، ازاد او سوکاله افغانستان په هیله یم

نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د