افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل کې له غني او عبدالله سره لیدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر‌«انتوني بلینکن»‌ په یوه ناڅاپی سفر پلازمېنې کابل ته رارسېدلی او دلته یې د حکومت له مشر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي.

د واشنګټن پوست د راپور په اساس، بلینکن کابل ته له رارسېدو سره سم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له عبدالله او اشرف غني او د هغه له نږدې چارواکو سره لیدلي‌ او‌ په مهال یې غني بلینکن ته ویلي، چې د امریکایي‌ ځواکونو د ایستلو په تړاو د امریکا د ولسمشر پریکړو ته احترام لري.

د سرچینې په وینا، بلینکن په دې لیدنه کې غني‌ او چارواکو ته ویلي، چې کابل ته د سفر موخه یې داده، تر څو افغانستان ته د امریکا د ژمنتیا څرګندونه وکړي.

د بلینکن په وینا، مشارکت بدل شوی دی؛ خو پای ته نه دی رسېدلی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې غني‌ له بلینکن سره به لیدنه کې له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په دوام ټینګار کړی او له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پریکړه یې د احترام وړ بللې.

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې د امریکا ولسمشر «جوبایډن»‌ تېره ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې غوره کړي‌ اهداف یې ترلاسه کړي‌ او نور ددې وخت رارسېدلی چې‌ به دې هیواد کې جګړه پای ته ورسول شي او ټول امریکایي‌ او ناټو عسکر د سپتمبر د میاشتې تر یوولسمې له افغانستانه راوایستل شي.

ورته مهال ناټو هم له امریکایي‌ ځواکونو سره یو ځای له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی.

کابل حکومت وایي، د عسکرو د ایستلو په تړاو د امریکا پرېکړې ته احترام لري او امریکا ورته ډاډ ورکړی، چې د عسکرو تر ایستلو وروسته هم په امنیتي او پراختیایي برخه کې مرستې روانې ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

مرګ پر اشغالګري امريکا ! جوبايډن او بلينکن چي هر څه وايي، خو دا ټولو نړۍ والو ته په ډاګه جوته سوه چي تاسي په شرمنده ګۍ او څوړ سر د حال په ژبه ومنله چي ټول بې خرته لګښتونه، تلفات، چلونه، جاسوسۍ او خوارۍ مو اوبو يووړې. اوس دا هم په ښه غوږ واورئ چي زموږ په کورنيو چارو کي لاس وهني هم هر څه ژر بندي کړئ، که نه تر دې به مو لا نوم سره نيځۍ سي. ژوندی دي وي ګران اسلامي افغانستان، سرلوړي دي وي زموږ رښتياني اتلان مولوي صاحبان او طلبای کرام او هر ملت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x