افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د دوحې هوکړې د نه عملي کېدو په صورت کې د هر ډول اقدام حق لرو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر له طالبانو سره د شوې هوکړې خلاف‌ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور د سپتمبر تر یوولسمې نېټې وغځاوه؛‌ طالبان وایي، که امریکايي لوری په کړو ژمنو وفا ونکړي او په ټاکلې نېټه خپل عسکر له افغانستانه ونه باسي؛ ناوړه پایلې به ولري.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امریکا له لوري په غیر مشروط‌ ډول د ټولو عسکرو د ایستلو اعلان، د افغانستان د قضیې د نظامي حل په نشتون اعتراف، او له طالبانو سره د جګړې په نه دوام ټینګار ښيي چې « امریکایي چارواکو د افغانستان وضعیت تر یوه حده درک کړی او د جنګ غوښتونکو کړيو هڅې ناکامه شویې دي.»

خو د‌ طالبانو له قوله، د عسکرو په ایستلو کې ځنډ د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده، چې له امله یې باید د لاسلیک په مراسمو کې شته سازمانونه او ملګري ملتونه پر امریکا فشار راوړي‌، تر څو کړې هوکړې ته ژمن پاتې شي‌ او په ټاکلې نېټه له افغانستانه ټول عسکر وباسي.

د طالبانو له قوله، که چېرې بهرني عسکر په ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي، نو د هغوی په وړاندې د هر ډول اقدام کولو لار به خلاصه شي‌، چې د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د امریکا په غاړه وي‌ «امریکایي چارواکو د افغانستان وضعیت تر یوه حده درک کړی او د جنګ غوښتونکو کړيو هڅې ناکامه شویې دي.»

طالبانو ددې تر‌څنګ د تور لست نه ختمولو، د پاتې بندیانو نه خلاصون او د توافقنامې له لاسلیک وروسته د امریکايي لوري سرغړونو ته په اشارې ویلي، چې پر امریکا باور نشي کېدای او هغوی کړو ژمنو ته ژمن نه دي.

د طالبانو له قوله، کله هم د «اشغال» د پای ته رسولو او د اسلامي‌ نظام د حاکمیت له داعیو نه تېرېږي او کله چې هم د بهرنیانو پوځي حضور پای ته ورسېږي، نو‌ طالبان ژمن دی، چې د افغانستان قضیه له سیاسي لارې حل کړی.

د طالبانو پورتنی غبرګون داسې مهال دی، چې امریکا او ناټو وايي، د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې تر پيلېدو خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Hey Talib Jan, DA DANGO DANGO GHAROONO QAHROMANA, It is a time for the west to find ways and confuse Talib and the world and see if they can win as well. But, it is normal "SELLAB AKHESTI ZAG TA LAS ACHAWI". If you do not follow the instructions of Quran and Hadith, you will never bring freedom and peace to the muslim Afghan nation. You have to be determined and decisive. You are not losing at all. I spent 3 years with Shaheed Adam Khan in TOOR GHAR and we lost so many mujahids but our morale did not… نور لوستل »

طاهر ثابت

Salam Adam Khan sib
Please write in English so that many people here could understand your views and benefit from them if they have beneficial substance. Just set up your PC and your computer would be able to write in Pashtu or Farsi. If you are far away for long time, your first write ups would be weak hower as you practice your native writing will progress.

عبدالواحد اڅګزۍ

په افانستان کی ۹۹٪ مسلمانان او۱٪کفار(کمونسټ+هندوان اوسیکان +مذب ذبه منافقین(یقین نلری چه آخرت سته اوکه نسته لمونځ په سستۍ اودخلکودریادپاره کوی په قرآنکریم کی(سوره النساء آیات ۱۴۳)کی ذکرسوی دۍ نوحکومت اوقانون دجوبایدن دخوشحالۍ دپاره د۱٪افغانانودپاره بایدنسی جوړ،زموږ حکومت حطماً مسلمان وی ،داشرفغنی حکومت چه کمونسټ ملحد اوجنایت کاره اودملت قاتل دۍ باید سزاسی ،زموږ په حکومت کی باید مجرم نه وی ،که ددوحی پروعده روغه جوړه کیږی ودی سی کنه الله پرموږجهادفرض کړۍ دۍ اودجهادمرګ یونعمت دۍ چه الله زموږټولی ګناوی رامعافوی اوجنت راکوی اوبل مرګ یودۍ اوحطمی دۍ دالوی نعمت ندۍ چه دالله په لارکی شهید سی.په احترام عبدالواحد… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x