افغانستانسولې اړوند خبرونه

پاکستان: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دې په سوله پروسه کې له پرمختګ سره وتړل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۰ل): پاکستان وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د مسئولانه وتلو ملاتړ کوي‌ او هیله لري، چې له دې هیواده د امریکایي‌ او ناټو عسکرو وتل د افغانستان په سولې پروسه کې له پرمختګ سره وتړل شي.

د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت له لوري‌ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد هیواد په افغانستان کې د دایمي ثبات او سولې د تامین ملاتړ کوي او په دې برخه کې تر خپله وسه هڅې روانې ساتي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې پاکستان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د مسئولانه او له افغان لوري‌ سره په همغږۍ له وتلو ملاتړ کوي او ټينګار یې دادی، چې د امریکایي او ناټو عسکرو د وتلو بهیر د سولې په پروسه کې له پرمختګ سره وتړل شي.

خبرپاڼه کې پاکستان ټینګار کړی، چې د افغانستان قضیه نظامي حل نه لري‌ او باید له سیاسي هڅو په ګټه اخیستنې یې د حل هڅه وشي.

د پاکستان پورتنی موقف داسې مهال دی، چې امریکا او ناټو وایي، د راتلونکې «مۍ» میاشتې له پيلېدو سره سم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلوي‌ او د روان میلادي کال د سپتمبر تر یوولسمې نېټې ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

امریکا وايي، د عسکرو د ایستلو په پروسه کې یې ناټو هم ملتیا کوي‌ او د سپتمبر د یوولسمې پېښې د لمانځلو د شلمې کلیزې له را رسېدو سره به په افغانستان کې هیڅ بهرنی عسکر موجود نه وي.

امریکا پر پاکستان،هند، روسیې، چین او نور سیمه ییزو هیوادونو غږ کړی، چې له افغانستان ملاتړ روان وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Hey Imran 420. 

You definitely need to be circumcised properly. I am not sure if you are
serious in your words or just polishing someone's shoes. If you are serious
you will definitely be circumcised.
عبدالمالک همت

مرګ پر پاکستاني انګرېز صفتو مقاماتو ! د انګرېز بچيانو په ښه غوږ يې واورئ. دا په افغانستان کي د امريکې د زبر ځواک دغسي شرموونکې ماته په سيمه او نړئ کي خامخا نوي اثرات او تحولات رامنځ ته کوي. تاسي زموږ افغانانو سره ډېري جفاوي وکړې، تر دې وروسته ستاسي څخه د غچ اخيستلو وار دی. تاسي زموږ د هيواد يوه لویه برخه راڅخه غصب کړې ده، شرعي مسئله ده: المغصوب ان کان عقاراً يلزم الغاصب رده الی صاحبه من دون ان يغيره او پنقصه. شرح المجلة اللبناني. ژباړه : غصب سوی مال که جايداد، يعني ځمکه او داسي… نور لوستل »

طاهر ثابت

همت سیب افغانان باید داسی پراخ فکر ولری چه په نیږدی او لری راتلونکی وخت کی دخپل کور جوړولو جوګه سی. دکور جوړولو مخکی دجنګ اعلان داسی مقصدونه نسی ترلاسه کولی. مونږه افغانان دهر دولت سره دجنګ ډیر عوامل لرو او ټول غواړی مونږ تار او زار واوسو. که له ټولو سره جنګ کول راسی مونږ به فنا سو او دا به دبدنظرو دښمنانو سره نا اګاهانه کمک وی.

طوطی

د پاکستان منافقت ټولی دنیا ته معلوم دی. همدوی امریکی ته لاره وکړه، د ملا ضعیف په شمول ډیری طالب مشران یی په پیسو خرڅ کړل اوس هم لګیا دی طالبانو څخه استفاده کوی او خپل نیابتی جنګ پری پر مخ وړی. دا خبره یی بده نده خو په اصل کی داسی نغواړی. د پاکستان هدف دادی چی افغانستان جنګ جاری وساتل شی او افغانستان د پاکستان د موادو مصرفی بازار جوړ شی چی ګورو طالب صاحبان هغه څه کوی چی پاستان یی غواړی. طالبان د جنګ لار غوره کړی چی په هیڅ صورت به د جنګ له لاری کامیابه… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

پاکستان دانګریزانوټټواودومخه ملک دۍ که پاکستان دافغانستان جوړیده غوښتای هغه وخت چه روس له افغانستانه وواتۍ دوی مجددی چه عرب دۍ په ټول افغانستان کی۲۰۰نفرنلری دموقت حکومت دپاره وټاکۍ که یی ګلبدین استولۍ وای بیابه په افغانستان کی مکمل امن راغلۍ وای ولی چه هغه وخت دګلبدی حزب یومجهز اودپشتنوداکثریت حزب وو-پاکستان انګریزانودافغانستان دخرابۍ دپاره جوړکړۍ دۍ دغه دورلډټریډسنټرواقعه هم دوی دانګریزانوپه پلان جوړه که،ملامحمد عمر یوبیسواده سړۍ ووانګریزانودامیرالمؤمنین نوم پرکښی ښووی دانګریزانو پیژندل په یوه پلان کی دادی چه دوی پرخلکوغټ نمونه ږدی لکه امیرالمؤمنین،امام اعظم وغیره ، په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x