د سولې طرحېنظــر

د افغانستان راتلونکې په اړه د ولسمشر جو بايډن څرګندونې / پښتو ژباړه

د نن ټکي اسیا ژباړه:

د تړونونو خونه

ولسمشر: ماسپښين مو په خیر. زه درته په سپينه ماڼۍ کې د روزوليټ تړنونو له خونې خبرې کوم. دا هماغه ځای دی، چې په ۲۰۰۱ کال کې پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش خپل ولس ته خبر ورکړی و، چې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د ترهګرو په روزنځايونو بریدونه پيل کړل. دا اعلان زموږ پر ولس له ترهګريز برید څو اونۍ وروسته و، چې د ۲،۹۷۷ بې ګناه ولسي وګړو ژوند يې واخيست او دغه برید سره د لوير منهاتن سيمه په ناورين بدله کړه، د دفاع وزارت «پنټاګون» ځينې برخې يې ويجاړې کړې او په پنسلوانيا ښار شينکزويلا د يوه پټي ځمکه يې په ميدان بدله کړه او يوه امريکايي ژمنه يې رامنځته کړه، چې «موږ به يې هېڅکله هېره نه کړو.»

په ۲۰۰۱ کال موږ د القاعدې رېښو د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته لاړو، تر څو له افغانستانه پر متحده ايالتونو د نورو بریدونو مخه ونيسو زموږ موخه روښانه وه، له همدې امله د ناټو متحدينو او نورو ايتلافيانو زموږ ملاتړ وکړ او ما او د کانګريس ګڼو غړو د دې پوځي عملياتو تاييد وکړ.

شاوخوا اووه کاله وروسته په ۲۰۰۸ کال کې، مخکې له دې موږ لوړه وکړو، ولسمشر بارک اوباما راته د افغانستان سفر او د جګړې رپوټ کولو خبره وکړه. زه افغانستان ته لاړم، هلته مې د کونړ غریزې سيمې ته سفر وکړ، چې له پاکستان سره په سرحد پرته سيمه ده، په دې سفر کې زما يقين نور هم پوخ شو، چې يوازې افغانان حق او مسؤوليت لري، چې د خپل هېواد مشري وکړي او د امريکا نه ختمېدونکی ځواک نه شي کولی، چې افغانستان کې تلپاتې حکومت رامنځته کړي او نه يې ساتلی شي.

زه باوري يم، چې په افغانستان کې زموږ د شتون اساسي موخه بايد دې ټکي ته متوجه وای، چې موږ هلته د څه لپاره تللي و، هغه دا و، چې افغانستان بايد د راتلونکي وخت لپاره زموږ پر هېواد د برید لپاره د اډې په توګه نه کارول کيږي، موږ دا کړي او دا موخه مو تر لاسه کړې ده.

ما او نورو ویلي و، چې د جهنم تر دروازې به د اسامه بن لادن څار کوو، موږ همداسې وکړل او موږ هغه تر لاسه کړ او اسامه بن لادن لاړ.

هغه د لسو کالو پخوانۍ خبره ده، چې تاسې په دې اړه فکر وکړئ، موږ يوه لسيزه مخکې بن لادن ته انصاف ورکړ او تر هغه وروسته هم موږ يوه لسيزه په افغانستان کې پاتې شو، تر هغه وروسته په افغانستان کې زموږ د پاتې کېدو لاملونه په ډېره تېزۍ تت کېدل، تر دې پورې، چې د ترهګرۍ کوم ګواښ پر خلاف د جګړې له لپاره موږ جګړې ته تللي وو، هغه نور هم پراخ شو.

په تېرو شلو کلونو کې ګواښونه نور هم د نړۍ په ګڼو برخو کې زيات او پراخ شول. حرکة الشباب په سومال کې، القاعده ډله په جزيرة العرب کې، النصره ډله په سوريه کې او داعش ډله په سوريې او عراق کې د خلافت رامنځته کولو لپاره هڅې پيل کړې او د افريقا او اسيا په ګڼو هېوادونو کې يې خپلې څانګې پرانيستې.

د ترهګرۍ له ګواښ سره په ډېرو ځايونو کې موږ هر کال د ميلياردونو ډالرو په لګولو يوازې په يوه هېواد کې زموږ زرګونه پوځيان تر ځمکې لاندې ساتل، زما او زموږ د مشرانو په فکر نه برابريږي، موږ په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د پاتې کولو او يا زياتولو فکر ته دوام نه شو ورکولی، د ځواکونو ويستلو لپاره د مثالي حالت رامنځته کولو هيله او د يوې مختلفې پايلې هيله کېدای شي.

زه د امريکا څلورم ولسمشر يم، چې په افغانستان کې يې د امريکايي ځواکونو مشري کړې، دوو جمهوري پلوو او دوو ډيموکراټانو، زه به دا مسؤوليت پنځم ولسمشر ته نه پرېږدم.

له خپلو متحدينو او شريکوالو، له خپلو پوځي مشرانو او استخباراتي چارواکو، د کانګريس له غړو، د ولسمشرۍ له مرستيالې، ښاغلي غني او په نړۍ کې له نورو خلکو سره، زموږ له ډيپلوماټانو، زموږ د پرمختګ چارو له کارپوهانو سره تر سلا مشورو وروسته دې پایلې ته ورسېدم، چې نور د امريکا اوږدمهالې جګړه باید پای ته ورسيږي او د امريکايي ځواکونو د کور ته ستنېدو وخت رارسېدلی دی.

کله، چې زه دفتر ته راغلم، ما ته په ميراث کې يو ډيپلوماټيک تړون پاتې و، چې د امريکا متحده ايالتونو حکومت او طالبانو د مذاکراتو په پایله کې شوی و. د دغه تړون له مخې بايد ټول امريکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي، يوازې د کار پيلولو څخه درې مياشتې وروسته، موږ ته همدا تړون په میراث کې راپاتې دی.

ښايي دا هغه څه نه وي، چې ما دې له ځانه خبرې کړي وي، دا يو تړون و، چې د امريکا متحده ايالتونو حکومت کړی و، د دې موخه داسې ده، له همدې امله له دې تړون سره او زموږ له ملي ګټو سره سم متحده ايالتونه د خپلو پوځيانو وروستي وتل پيلوي او دا به د روان کال د مې له لومړۍ نېټې پيل شي.

موږ له افغانستانه په وتلو تلوار نه کوو، موږ دا کوو، موږ به دا په مسؤولانه ډول کوو، موږ د ځواکونو ويستل په بیدارۍ او محفوظ ډول کوو، موږ به له خپلو هغو متحدينو او شريکوالو سره په همکارۍ او هماهنګي سره دا کار سر ته رسوو، چې اوس هم په افغانستان کې تر موږ ډېر ځواکونه لري.

او طالبان بايد پوه شي، که زموږ د وتلو پر مهال دوی پر موږ برید کوي، موږ به پر ټولو ممکنه وسائلو د خپل ځان او خپلو متحدينو دفاع کوو.

زموږ متحدين د تېرو کلونو پر مهال په افغانستان کې له موږ سره اوږه په اوږه ولاړ و، موږ د دوی ډېره مننه کوو، چې قرباني يې ورکړې او له موږ سره په ګډ ماموريت کې يې ګډون او همکاري کړې ده.

زموږ اوږد مهالی پلان «يو ځای تګ او يو ځای راوتل» و. امريکايي ځواکونه او همدارنګه زموږ د ناټو متحدينو عملياتي ځواکونه به د سپټمبر خونړۍ پېښې د شلمې کليزې له پوره کېدو مخکې په ګډه له افغانستانه وځي.

خو موږ به له ترهګريزو ګواښونو خپلې سترګې پټې نه کړو. موږ به په سيمه کې خپل ترهګرۍ ضد ځواک فعال وساتو، تر څو راتلونکي لپاره د ترهګرو د بیا راپورته کېدو مخنیوی او زموږ هېواد ته ترې د ګواښونو خطر رامنځته نه شي. موږ به له طالبانو سره د هغې ژمنې حساب کتاب کوو، چې ويلي يې دي، د افغانستان خاوره به د امريکا متحده ايالتونو او د هغې د متحدينو پر خلاف نه کارول کيږي. افغان حکومت هم موږ ته دا ژمنه راکړې او موږ به خپله ټوله پاملرنه هغو ګواښونو ته کوو، چې نن ورسره مخ يو.

زما د لارښوونې پر اساس زموږ ټيم د داسې يوې ملي سټراټيژي په جوړولو کار کوي، چې د سترو ترهګريزو پېښو مخنیوی وکړي، چې نه يوازې په افغانستان کې د ګواښونو مخنیوی وکړي، بلکې په هر ځای کې، چې دغه ترهګر راښکاره کېدای شي. دوی په افريقا، اروپا، منځني ختيځ او نورو ځايونو کې هم موجود دي.

تېره ورځ مې له پخواني ولسمشر جورج بوش سره خبرې وکړې او هغه مې په خپله پرېکړه خبر کړ، په داسې حال کې، زموږ تر منځ له تېرو څو کلونو راهيسې ډېر اختلافات موجود وو، خو موږ د خپلو ښځینه او نارينه ځواکونو د زړورتيا او شجاعت ته د درناوي په اړه يو موټی يو، چې خدمتونه يې کړي دي. زه د زړه له کومې مننه کوم، چې د امريکا امنيتي ځواکونو د تېرو کلونو جګړه‌ييزو عملياتو کې خپل شجاعت ښوولی او موږ ټول ولس د دوی او د دوی د کورنيو د احسان پوروړي يو.

تاسې ټول پوهېږئ، چې له ۱٪ څخه لږ امريکايي ولس په وسله‌وال ځواک کې دندې ترسره کوي، پاتې ۹۹ سلنه امريکايان موږ ټول د دې وسله‌وال ځواک د احسان پوروړي يو. دوی هېڅکله له يوه ماموريته هم مخ نه دی اړولی، چې موږ ترې غوښتنه کړې وي.

ما افغانستان ته د سفر پر مهال په خپلو سترګو د دوی مېړانه ليدلې، دوی هېڅکله په خپله پرېکړه کې بې زړه‌توب او شک نه دی کړی، دوی زموږ په استازولۍ دروند قيمت ادا کړی او زموږ ولس يې مننه او درناوی کوي.

په داسې حال کې، چې موږ به نور په افغانستان کې له پوځي پلوه بوخت نه يو، زموږ ډيپلوماټيک او بشري کارونه به روان وي، موږ به د افغان حکومت مرسته کوو، موږ د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو مرستې ته دوام ورکوو.

زموږ د نورو شريکانو تر څنګ موږ څه د پاسه ۳۰۰ زره افغان عسکر روزلي او تجهيزات مو ورکړي دي او په تېرو دوو لسيزو کې يې شمېر سلګونو زرو ته رسيږي. دوی به د افغان ولس په استازولۍ په درنه بيه خپلو جګړو ته دوام ورکوي، دوی به د سولې بهير ملاتړ کوي او همدارنګه موږ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د هغو خبرو ملاتړ هم کوو، چې ملګري ملتونه يې پر مخ بيايي، موږ به همدارنګه د افغان ښځو او ځوانو نجونو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړو.

موږ به همدارنګه له نورو هېوادونو – د سيمې له هېوادونو هم وغواړو، چې له افغانستان سره نورې مرستې هم وکړي، په ځانګړې توګه له پاکستان، همدارنګه روسيې، چين، هند او ترکيې دا غوښتنه لرو. دغه ټول هېوادونه د افغانستان له باثبات راتلونکي سره سترې ګټې لري.

په لنډو راتلونکو مياشتو کې به موږ په افغانستان کې امريکايي تلپاتې ډيپلوماټيک شتون هم روښانه کړو او په دې ترڅ کې دا هم اړينه ده، چې د خپلو ډيپلوماټانو امنيت څنګه وساتو.

ګورئ، زه پوهېږم، چې ډېر خلک په لوړ غږ دا ټينګار کوي، چې د قوي امريکايي ځواک له شتون پرته ډيپلوماسي نه شي کاميابېدای، موږ يوه لسيزه دا دلیل وړاندې کړی، خو هېڅکله ګټور نه و، دا نه هغه مهال ګټور و، چې موږ په افغانستان کې ۹۸،۰۰۰ عسکر درلودل او نه هم هغه مهال، چې څو زره وو.

زموږ ډيپلوماسي په دې نه ده ولاړه، چې په زيانمنو لارو دې بوټونه کېږدو، امريکا پر ميدان بوټونه ږدي، موږ بايد دا تفکیر بدل کړو، امريکايي ځواکونه بايد په نورو هېوادونو کې د جګړه مارو ډلو ترمنځ د مارچې په توګه ونه کارول شی، تاسې پوهېږئ، چې دا ډول فکر کول، يوازې داسې نسخه کېدای شي، چې امريکايي ځواکونه تر نامعلومې مودې په افغانستان کې پاتې شي.

زه په دې هم پوهېږم، چې ډېر خلک په دې ټينګار کوي، چې موږ بايد په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړو؛ ځکه چې د ځواکونو ويستل به د امريکا رښتينولي ته زيان ورسوي او په نړۍ کې به د امريکا اغېز کمزوری کړي، خو زه په دې باور يم، چې د دې برعکس خبره سمه ده.

موږ شل کاله مخکې د يوې خونړۍ پېښې په غبرګون کې افغانستان ته لاړو، خو دا کار د دې سپيناوی او تشريح نه شي کولی، چې موږ دې په ۲۰۲۱ کال کې هم هلته پاتې شو.

پر ځای د دې، چې موږ له طالبانو سره بېرته جګړې ته وګرځو، موږ بايد پر هغو ګواښونو ترکیز وکړو، چې ورسره مخ يو. موږ بايد پلټنه وکړو او د هغو شبکو د له منځه وړلو هڅه وکړو، چې د سپټمبر له ۱۱ وروسته له افغانستانه بهر په نورې نړۍ کې خپرې شوي دي.

موږ بايد د امريکا سياليز ځواک د غښتلي کولو لپاره کار وکړو، موږ بايد د چين له لوري پېښېدونکو ګواښونو ته پاملرنه وکړو، موږ بايد خپل اتحاد غښتلی کړو، له همفکره ملګرو سره باید په ګډه کار وکړو، تر څو دا خبره باوري کړو، چې د سایبري ګواښونو او د ټيکنالوجي واکمنۍ د زياتېدو نړيوالو اصولو له مخې خپل راتلونکی د ديموکراټيکو ارزښتونو له مخې وټاکل شي، نه د يو ډول ځانګړو مستبدو چارواکو د ارزښتونو له مخې.

موږ بايد د دې وبا د له منځه وړلو لپاره کار وکړو او د روغتيا نړيوال نظام د غښتلي کولو لپاره تیاری وکړو، ځکه چې بله وبا به هم راځي.

تاسې پوهېږئ، چې موږ به د اوږد مهال لپاره له خپلو دښمنانو او سيالانو ډېر ځواکمن يو، خو دا په هغه صورت کې، چې د راتلونکو شلو کلونو پر اساس جګړه وکړو، نه د تېرو شلو کلونو پر اساس.

بالاخره په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره له تېرو دريو ولسمشرانو سره تر ټولو ستر دلیل دا وو، هېڅ يوه دا نه غوښتل، چې موږ دې په افغانستان کې د تل لپاره پاتې شو، خو د دوی ټينګار دا و، چې اوسمهال د وتلو لپاره مناسب فرصت نه دی.

په ۲۰۱۴ کال کې ناټو يوه اعلاميه خپره کړه او ټينګار يې وکړ، چې د روان کال تر پایه به افغان امنيتي ځواکونه د خپل هېواد د امنيت او ټيکاو ټول مسؤوليت پر خپله غاړه اخلي او اوس له دغې خبرې اووه کاله تېر شوي دي.

نو له افغانستانه د وتلو لپاره به مناسب وخت کوم يو وي؟ يو کال بل، دوه، لس کاله نور؟ لس، شل ميليارده او که دېرش ميليارده نورو ډالرو ته اړتيا ده؟ موږ خو اوس هم له يوه ټريليون ډالرو څخه ډېر لګولي دي.

«اوس نه» دا هغه څه دي، چې موږ يې دلته راورسولو او په دغه حالت کې يو، که موږ د مې له لومړۍ نېټې وروسته د وتلو لپاره يو ځانګړی مهالوېش ونه لرو او هلته پاتې شو، دا به يو ځانګړی خطر له ځان سره ولري.

که موږ به هڅه وکړو، چې د دې پر ځای د امريکا د وتلو لپاره داسې شرطونه وټاکو، چې بايد امريکا د ځمکنيو ظروفو په رڼا کې ووځي، نو موږ سره بايد د راتلونکو سوالونو پر وړاندې روښانه ځوابونه وي: هغه کوم شرطونه دي، چې غوښتنه يې کيږي، تر څو موږ ته له افغانستانه د وتلو اجازه راکوي؟ دا شرایط په کومو وسايلو او په څومره وخت کې تر لاسه کېدای شي، که دغه شرایط په بشپړ ډول مساعد کېدای شي نو دا به د نور څومره اضافي ځاني او مالي لګښتونو او زيانونو په بدل کې تر لاسه شي؟

زه په دې اړه ښه ځوابونه نه اورم او که ته د دې پوښتنو ځواب نه شې ويلي، نو زما رايه او نظر دا دی، چې نور بايد هلته پاتې نه شو. حقيقت همدا دا دی. نن ناوخته زه د ارلينګټن ملي هديرې ته ځم، ۶۰ سکټور ته د امريکايي قربانيانو مقدس يادګار ته ورځم.

۶۰ سکټور هغه دی، چېرته، چې زموږ د اوسنۍ جګړې قربانيان دفن شوي دي. په دوی کې ډېرې ښځې او سړي شامل دي، چې افغانستان او عراق کې د جګړو پر مهال وژل شوي دي. د ۶۰م سکټور په تاريخ کې ډاډمن واټن نه شته، بس ټول غمونه دي، دا هديره د جګړې د لګښتونو يو يادګار دی.

دولس کاله مخکې، چې زه مرستيال ولسمشر شوم، ما له ځان سره يو کارډ واخيست، چې په افغانستان او عراق کې د وژل شوو امريکايي عسکرو کره شمېر په کې معلوم کړم، موږ بايد دقيق شمېر معلوم کړو، نه اټکلي شمېر، ځکه هر وژل شوی شخص يو مقدس بشر و، تر شا يې بشپړې کورنۍ پرېښي او د هر يوه لپاره بايد جلا دقیق حساب کتاب وشي.

د نن ورځې په توګه په افغانستان کې زموږ ۲۴۸۸ عسکر او پوځي پروسنل د ازادۍ جګړې او عملياتو پر مهال وژل شوي او ۲۰،۷۲۲ پوځيان او پرسونل مو ټپيان شوي دي.

له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې زه لومړنی ولسمشر يم، چې پوهېږم د جګړې په ډګر کې د ماشوم شتون څومره ستونزمن دی، زما د شمال ستوری زما ياديږي، هغه څه حال و، چې زما وفات شوی «بيو» عراق ته لېږل شوی و، هغه د خپل هېواد په خدمت څومره فخر کاو، هغه څومره ټينګار او خوښي کوله، چې د خپل کنډک سره يو ځای لاړ شي، د دې خبرې اغېز پر هغه او موږ ټولو څومره و؟

موږ اوس داسې افسران او پوځيان په افغانستان کې لرو، چې هلته خپله دنده پر مخ بيايي او په همدې جګړه کې يې پلرونو هم دندې تر سره کړي دي. داسې خدمتي افسران لرو، هغه مهال لا پيدا شوي هم نه و، کله چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې خونړۍ پېښه رامنځته کېده.

دا هم نه وه اټکل شوې، چې د افغانستان جګړه دې څو نسلونو ته وغځيږي، موږ د يوه برید ښکار شو، موږ له روښانه موخو سره جګړې ته لاړو، هغه موخې مو تر لاسه کړې. بن لادن مړ شو، القاعده په عراق او افغانستان کې له منځه لاړه او اوس هغه وخت راغلی، چې دا تلپاتې جګړه پای ته ورسول شي.

ستاسې ټولو له غوږ نيولو ډېره ډېره مننه، خدای دې زموږ سرتيري وساتي او پر هغو کورنيو دې رحم وکړي، چې خپل غړي يې په دې جګړه کې له لاسه ورکړي دي.

د وینا اصلي سرچینه – د سپيني ماڼۍ پاڼه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x