افغانستانسولې اړوند خبرونه

هند له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې امریکا او ناټو وایي، د روان میلادي‌ کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې خپل‌ ټول عسکر له افغانستانه وباسي؛ هند وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي امنیتي خلاء رامنځته شي‌ او وارنکاري ترې ګټه واخلي.

د هند لوی درستیز «جنرال بیپن رناوت» په نوي‌ ډیلي کې یوې امنیتي‌ ناستې ته ویلي، چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات له تامین هرکلی کوي؛ خو ویره لري، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به امنیتي خلاء رامنځته شي او وارانکاري به ناوړه استفاده ترې وکړي.

دده په خبره «زموږ موخه داده، چې هغه خلا کومه چې د امریکایي او ناټو عسکرو تر وتلو وروسته رامنځته کېږي، د مخربو کړیو له لوري ونه کارول شي.»

هند ددې تر څنګ له افغانستان سره نورو پراختیایي مرستو ته هم ژمنتیا ښودلې.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې امریکا وایي، له ناټو عسکرو سره په ګډه د روان کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه خپل تول عسکر وباسي.

امریکا ادعا‌ لري، چې په افغانستان کې غوره کړي‌ اهداف یې ترلاسه کړي‌ او نور ددې اړتیا نشته چې په دې هیواد کې نظامي حضور ولري.

د امریکا ولسمشر «جوبایډن» له افغانستانه د امریکایي عسکرو د ایستلو په تړاو د خپلې پریکړې د اعلانولو په مهال وویل، چې پاکستان، هند، ترکیه، چین او روسیه دې له افغانستان ملاتړ وکړي‌؛ ځکه دده په خبره، یاد هیوادونه د افغانستان په راتلونکې کې خپل رول لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

F*ck off you dirty man
My border is down in Panipat, Shimla and Rajistan.

طوطی

د اندیښنی وړ خبره خو ده پدی شک نشته. د امریکایانو له وتو سره به جګړې شروع شی دوستم به په شمال کی، اسماعیل خان به په غرب او هزارګان به هم د افغانستان په مرکزی برخو کی خپل محلی او سمتی حکومتونه اعلان کړی. طالبان پدی فکر کی دی چی د پخوا په شان به ټولو ته ماته ورکړو خو هغسی نده، اوس حالات بل شان دی. بهتره لار داده چی د ترکې د کنفرانس له لاری طالبان خپله طرحه وړاندی کړی او په آزادو انتخاباتو کی برخه واخلی بدون له هغه که دوی پدی نظر وی چی په… نور لوستل »

غوربندی

خائن خایف است

هندوانو د کمونستي رژیم څخه نیولي بیا تر ننه د عام غوڅ اکثریت افغانانو په ضد موقف اختیار کړی او د آفغانانو د قتل لپاره یې له ګوډاګیانو سره هر اړخیزې مرستې کړې دي،،،

ان شاءالله افغانان به خپلواکۍ او یوه پیاوړي اسلامی نظام ته رسي،، او هندوان به خپل حد او حدود پخپله وپېژني.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x