روغتیا

امریکا کې لسګونه کسان له واکسینو لګولو وروسته په کرونا اخته او مړه شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل): په نړیواله کچه امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کېدو پېښې تر ټولو زیاتې دي، ددې سربېره دغه هېواد کې نږدې ۲۰۰ ملیونه ډوزه واکسین کارول شوي، خو وروستیو راپورونو د واکسینو په اړه یو شمېر ستونزې رامنځته کړي دي.

د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز اعلان کړی چې نږدې ۶ زره کسان د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسینو دوه ډوزه ترلاسه کولو سربېره یو وار بیا په کرونا اخته شوي چې یو شمېرو یې خپله ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

ددغه مرکز په وینا، ۵۸۰۰ کسان یو وار بیا په کرونا اخته شوي، چې له مخې یې د ځینو روغتیایي حالت ناسم دی چې ۳۹۶ کسان روغتون ته داخل شوي او له مخې یې ۷۴ مړه شوي دي.

د امریکا طبي مرکز له لوري دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې دوی د واکسینو د اغیزمنتیا او فعالیت کچه په نښه کوله، پورتنۍ شمېرې دا په ډاګه کوي چې واکسین د ویروس او سختې ناروغیو څخه د خوندیتوب بشپړ محافظت لپاره چمتو نه دي، او ځینې خو یې لا د مړینې لامل ګرځېدلي دي.

د امریکا طبي مرکز د چهارشنبې په ورځ د امریکایي چارواکو په وینا ویلي، په متحده ایالتونو کې تر دې دمه ۱۹۴ ملیونه کسان واکسین شوي، او د هغو خلکو شمېر چې بشپړ یا دوه ډوزه واکسین یې ترلاسه کړي ۷۷ ملیونو ته رسیږي، او لکه څرنګه چې ویل کیږي دغه واکسین ۱۰۰ سلنه اغیزناک نه دي، تمه ده یو شمېر نورې داسې پېښې هم ثبت شي.

په امریکا کې د فایزر او مودرنا شرکت واکسین د کرونا ناروغۍ څخه د خوندیتوب لپاره ۹۵ او ۹۴ سلنه فعال دي، په داسې حال کې چې د جانسن ایند جانسن شرکت واکسینو کارول په ناروغانو کې د ستونزو له امله ځنډول شوي دي، دغه واکسین د ناروغۍ د کنترول پر وړاندې ۶۶ سلنه خوندي ګڼل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x