نړۍ

پر روسیې د بندیزونو او دیپلوماتانو شړلو وروسته، بایډن وايي تر دې یې هم زیات څه کولای شوای

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل):د امریکا ولسمشر تیره ورځ پنجشبه د یوه فرمان لمخې پر روسي شرکتونو بندیزونه ولګول او لس تنه روسي دیپلوماټان یې له خپل هیواد څخه وشړل او پر امریکايي شرکتونو او بانکونو یې د روسي پیسو (روبل) په مقابل کې معاملو بندیز ولګوئ، او هیڅ شرکت یا بانک به له دې وروسته روسي شرکت یا بانک ته قرض نشي ورکولای.

د پریکړي وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې روسي دیپلوماټان یې ځکه وشړل چې هغوی د امریکا پر ضد باندي تخریبي اعمالو کې لاس درلود او په وینا یې د روسیې ولسمشر پوتین ته یې وویل چې امریکا تر بندیزونو هم سخت اقدام پورته کولای شوای خو داسي يې ونه کړه.

بایډن وویل، مونږ د روسیې سره په تعاون کې مصلحت وینو، خو که موسکو غواړوي چې پر مونږ تاثیر وکړي، زمونږ پر دیموکراسي باندي برید وکړي، نو مونږ به پرمختللي قدمونو پورته کولو ته اماده یو.

بایډین د اوکراین پر سر د جنجال په اړه ویلي چې مونږ به د اوکراین د استقلال ملاتړ کوو، او روسیې څخه یې غوښتي چې ددغه هیواد پر خلاف خپل پرمختګونو څخه پر شا شي.

امریکا پر روسیې تور پوري کوي چې په امریکا کي يې د الیکتروني تجسس له لاري خپل فعالیت پراخ کړی دی او تر شا یې د روسیې استخبارات ولاړ دي چې غواړي په امریکا کې پر انتخاباتو او اقتصادي برخه کې تاثیر واچوي.

امریکا پر روسیې توري پوري کوي چې د ۲۰۱۶ په انتخاباتو کې يې د ټرمپ په بریا کې هم د الیکتروني تجسس له مخې تاثیر درلود او دا تور هم باندي لګوي چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په وژلو کې د طالبانو سره مرسته کړې ده.

بلخوا د ناټو هیوادونو او برتانیې هم د امریکايي بندیونو څخه ملاتړ اعلان کړی دی او لندن د روسیې سفیر احضا کړی او د روسیې د «خبیث سلوک» په اړه یې ورته احتجاج کړی دی.

د امریکا له لوري د وروستیو بندیزونو او توندې لهجې پر ضد روسیې هم په موسکو کې د امریکې سفر بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتی او ورته ویلي يې دي چې ددوی جواب به ونه ځنډیږي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، بایډن د پوتین سره په تلیفوني تماس کې د تعاون خبرې کوي خو عمل یې بیا د هغه برعکس وي.
او په وینا یې دغه دښمنانه چلند د روسیې او امریکا تر منځ د تصادم خطر زیاتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x