نړۍ

د امریکا ملي امنیت ته تر ټولو زیات ګواښونکي هیوادونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل): د امریکا د استخباراتو سي آی ای کلني راپور کې چین په اړه ویل شوي چې غواړي ځان نړیوال طاقت جوړ کړي او روسیه غواړي چې په نړۍ کې د امریکې د نفوذ کمولو کوشش وکړي.

په راپور کې ویل شوي، په اوس وخت کې د امریکې ملي امنیت ته تر ټولو ستر خطر د همدې دوه هیوادونو چین او روسیې څخه دی، ایران او شمالي کوریا هم خطر دي، خو ایران تر اوسه هغې سویې ته نه دی پورته شوی چې وکولای شي اټومي وسلې جوړي کړي.

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې مشرې افریل هینز او د مرکزي استخباراتو سي آی اې مشر ولیام بیرنز په کانګریس کې د خپلې شاهدۍ پر مهال چین یو داسي هیواد وباله چې د امریکا سره پر مختلفو جبهو باندي د یوه منافس په حیث را برسیره شوی.

د ولیام په وینا چین یو داسي هیواد دی چې نه یوازي په عسکري برخه کې بلکې په اقتصادي، فکري، تجارتي او جیوسیاسي برخو کې د امریکا سره په ټکر کې دی.

او به وینا یې د روسیې او چین سره په نیژدې راتلونکې کې د عسکري تصادم کوم خطر نشته، خو دواړه هیوادونو په ځانګړي ډول روسیه دداسي وسایلو څخه استفاده کوي خصوصا الیکتروني تجسس په برخه کې چې هدف یې په نړۍ کې د امریکا نفوذ کمول او ایتلافونه کمزوري کول دي. او په داخل کې د امریکایانو ترمنځ تفرقه اچول او پر انتخاباتو باندي تاثیر اچول شامل دي.

بلخوا د ایران په اړه ویل شوي چې د اتومي وسلو جوړونې په برخه کې اوس هم ایران هغه سوېې ته نه دی رسیدلی چې خطر پيښ کړي خو په منځني ختیځ کې د امریکا ګټو ته مسلسل خطر دی. او ګاونډیو هیوادونو ته خپل نفوذ پراخوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x