افغانستان

تخار کې ۱۳ مسلح پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل): له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د ایستلو له اعلان سره همهاله په تخار ولایت کې ۱۳ مسلح پولیس له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دغه تسلیم شوي مسلح پولیس د تخار ولایت هزارسموچ ولسوالۍ اړوند دي، نوموړی زیاتوي تسلیم شوو پولیسو له ځانونو سره ۱۰ وسلې او مهمات هم طالبانو ته سپارلي دي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا افغانستان څخه له شرط پرته د ټولو امریکايي عسکرو د ایستلو له اعلان وروسته دا لومړۍ چوپه دولتي عسکر دي چې له خپلو وسلو  او مهماتو سره طالبانو ته تسلیمیږي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات دویم پړاو هم پیل شوی، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي.

د تیر کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته دغه لړۍ نوره چټکه شوې، چې یوازې په تیرکال کې شاوخوا ۱۵ زره دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x