نړۍ

امارات اسرائیل ته د فلسطین نیولو د ورځې مبارکې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل): په تل ابیب کې د متحده عرب اماراتو سفارت تیره شپه اسرائیل ته په اصطلاح د ازادۍ د ورځې مبارکي وویله. هغه ورځ چې د یهودانو لخوا د فلسطین د نیولو ورځ بلل کیږي.

د اسرائیل په پلازمینه تل ابیب کې د متحده عرب اماراتو سفارت په دغه مناسبت یو ټویټ کړی او ویلي يې دي: مونږ د اسرائیلي هیواد ټولو غړو ته د ازادۍ د ورځې مبارکي وایو.
او په جواب کې يې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لیکلي: د ټولو اسرائیلي اوسیدونکو په نمایندګي مننه درڅخه کوو.

د عبري/یهودي کلیزي د مئي میاشتې پنځمه نیټه (سږ کال د اپریل د ۱۵ سره سمون خوري) اسرائیل د خپل استقلال ورځ یادوي، دا د کال ۱۹۴۸ هغه ورځ ده چې اسرائیل د فلسطین پر ځمکه باندي خپل د رسمي هیواد اعلان وکړ او فلسطینیان بیا همدا ورځ د غم ورځ بولي او د «یوم النکبة» نوم ورکوي.

باید وویل شي چې متحده عرب امارت د خلیجي هیوادونو څخه لومړنی هیواد دی چې تیر کال یې د اسرائیل سره دیپلوماتیکي اړیکي ورغولې او د نورو عربي او خلیجي هیوادونو لپاره هم هڅه کوي چې اسرائیل په رسمیت وپيژني چې له امله یې تر اوسه بحرین، سوډان او مغرب د اسرائیل سره اړیکې رغولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د سپي په خوله درياب نه مردارېږي، امارات سخت تېروتي دي، فلسطين هرومرو آزادېږي، خو دا اوس لوی څښتن سبحانه مسلمانان ازميي، بس موږ به پر اسلام ښه ټينګ او ثابت قدمه اوسو، چي خدای مه کړه کوم ځای تېر نه وزو او ونه ښويېږو. يا الله موږ له ازميښته وساته او خپل اسلام او بنده ګان دي خپله په خپل فضل او لويه پېرزوينه وساته !

ګل احمد

همت صاحب، خدای دي په امان کي لره. ښویدل تور وي که سپین؟ څوک چي باران او وچکالي د الله تعا لی پر ځای د کافرو ساینسپوهانو کړنه بولي، هغه پر اسلام ټینګ ثابت قدمه بولې او که ښویدلی؟

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
# دالله سبحان وتعالی دي د اماراتو په حکومتي چارواکو وي ، چي د اسرايلو سره د اړيکو پلوې دي . ليري نه ده چي الهي عذاب به په دې عياشانو باندي نازليږي .

ګل احمد

ډیر د خوښي ځای دي چي د اسماعیل علیه سلام او د اسحاق علیه سلام اولاده دومره سره را نیژدې سول. خدای دي یې نور هم سره کور و کهول کړي. خو خیر د اخیرت چي دی هغه د پرهیزګارانو لره دی.

ډاکټر احرار

ترڅو چې دا زلیل عرب حکمرامانان وې مسلمانان به ذلیله او سرتیټي وې

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x