افغانستان

د استخباراتو کلنی راپور: په ۲۰۲۱ کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې امکان کم دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل): د امریکا د استخباراتي ادارو له لوري د کانګریس او سنا غړو دفاع او ملي امنیت کمیټو ته په ورکړل شوي کلني راپور کې د افغانستان په اړه ویل شوي چې هلته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په کال ۲۰۲۱ کې د سولې امکانات کم لیدل کیږي.

راپور اټکل کړی چې طالبان کیدای شي د جګړې په ډګر کې ځیني سیمې لاندي کړي او د ایتلافي ځواکونو د ملاتړ څخه بغیر به افغان حکومت د هغوی په مخ نیولو کې د مشکلاتو ښکار شي.
راپور کي همدا راز راغلي، طالبان اوس هم باوري دي چې کولای شي نظامي فتحه حاصله کړي او د کابل اداره د جګړې په ډګر کې مخ شاته روانه ده.

د استخباراتو په راپور کې اشاره شوې، افغان ځواکونه توانیدلي چې د لویو ښارونو او دولتي مراکزو څخه دفاع وکړي خو د دوی عملیات اوس دفاعي حالت غوره کړی دی، او په کال ۲۰۲۰ کې یې چې کومې ځمکې له لاسه ورکړي دي، د هغو په بیا نیولو یا هلته خپل حضور ساتلو باندي نه دي توانیدلي.

راپور په افغانستان کې د ایران د رول په اړه ویلي چې پر دواړو لورو حساب کوي، په ښکاره د سولې د خبرو ملاتړ کوي مګر په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهاله حضور څخه هم ناخوښي څرګندوي. چې په نتیجه کي يې ایران د کابل د حکومت او د طالبانو سره اړیکې رغولي تر څو که هر رنګه سیاسي حل راځي، دوی ګټه ځیني واخیستلای شي.

باید وویل شي چې د امریکا د استخباراتو له لوري امریکايي ګټو ته د ګواښونو دغه کلنی راپور په کانګریس او سنا کې د استخباراتو او دفاعي ځواکونو کمیټې ته وړاندي شوی دی.

د راپور غیر محرمه برخه خپره شوې چې دلته یې کښته کولای شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

دا هسی د عامه اذهانو د مغشوشولو هڅی دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x