لندن: زرګونو لاریون کوونکو BBC د اسرائیلو پلوۍ وبلله

نن ټکی آسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۲۶مه ۱۳۹۳):  د لندن په زړه کې د BBC د ودانۍ مخې ته زرګونو کسانو د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وکړ.

مظاهره چیانو چې د «وشرمیږئ د BBC کارکوونکو!» شعارونه ورکول، دا خبري شبکه یې د غزې په موضوع کې د اسرائیلو طرفداره بلله.

لاریون کوونکو په هغو لوحو چې په لاسو کې یې نیولې وې د فلسطین او غزې د ازادۍ غوښتنه کوله او پر BBC تنقیدې جملې یې پرې لیکلې وې.

په هغه پیغام کې چې د لاریون کوونکو لخوا خپور شو، BBC ته په خطاب کې ویل شوي:

«غزه د اسرائیلو تر اشغال لاندې ده، که تاسو اشغالګر د مظلومانو، او مظلوم فلسطینیان د ګنهګارو په توګه انځوروئ دا باید په یاد ولرئ چې د اشغال پرضد مبارزه په نړیوال قانون کې یو منل شوی حق دی».

دغه راز مظاهره کوونکو د BBC پر هغو راپورونو نیوکې وکړې چې په کومو کې چې د اسرائیلو بریدونه د فلسطینیانو د توغندويي بریدونه عکس العمل بلل شوي.

د یادونې وړ ده چې BBC د برتانیې د حکومت لخوا تمویلدونکی خبري سرویس دی چې په لسګونو ژبو خپرونې کوي.

د BBC په اړه داسې باورونه شته چې د فلسطینیانو د وسلوالې مبارزې پرضد مهندسي شوي تبلیغاتي خپرونې کوي، او له اسلامي حرکتونو سره د مور او میرې چلند کوي.

د دغه خبري سرویس په اړه دا هم ویل کیږي چې د پیښو په خبري پوښښ کې د اسرائیلو، برتانیې او امریکا په نفع ژورنالیستیک آرونه له پامه غورزوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د