لیکنېنظــر

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د نېټې اعلانول؛ د بایډن پر ځای پرېکړه

شناند او لیکوال: نظرمحمد مطمئن

یادونه: ښاغلي نظر محمد مطمین دغه څرګندونې پر خپله یوټیوب پاڼه باندې کړې دي.

دا چې بالاخره د امریکا ولسمشر جوبایډن او ناټو پوره شل کاله وروسته له شرایطو پرته تر سېپټمبر میاشتې پورې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړه، یو ښه پرمختګ دی. په دې تړاو ځینې نظرونه او پوښتنې پیدا کېږي، غواړم چې د امریکا د دغه اعلان او د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون په هکله لنډه تبصره وکړم.

تېر کال کله چې د فبروۍ په ۲۹ نېټه د طالبانو او امریکا تر منځ تړون وشو، دا چې دا ډول تړونونه ډېر کله له ستونزو سره مخ کېږي او پر خپل وخت نه عملي کېږي، نو په یاد تړون کې هم ځینې ترسره شوې پرېکړې پر خپل وخت عملي نه شوې. له دې ډلې دوې پرېکړې د طالبانو لخوا او دوې پرېکړې هم د امریکا لخوا وې چې عملي اړخ یې پیدا نه کړ.

طالبان په یاده موده یعنې ۱۴ میاشتو کې د اوربند لپاره چمتو نه شول او یا هم د اوربند شرایط ورته مساعد نه شول. همدارنګه لکه څرنګه چې په تړون کې ذکر شوي وو چې طالبان به له افغان حکومت او سیاسي مشرانو سره جوړجاړی کوي او یا به د یو نظام پر سر روغې جوړې ته رسېږي، خو بیا هم طالبان د یادو پرېکړو پر عملي کولو ونه توانېدل او افغان حکومت هم په یاده برخه کې چمتووالی نه درلود.

په یاد تړون کې راغلي وو چې امریکا به په درېیو میاشتو کې د طالبانو د مشرانو نومونه له تور لېست څخه وباسي او د مې میاشتې تر لومړیو پورې به له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي؛ خو یادې دواړې پرېکړې یا ژمنې امریکا بشپړې نه کړې.

په دې وروستیو کې پر همدې تړاو ځینې ستونزې را منځته شوې، که چېرې پر خپل وخت باندې د تړون د هرې برخې عملي کېدل نقض شوي وي، نو اوربند او سیاسي جوړجاړی ونه شو او دا په دې مانا نه ده چې شوی تړون دې نقض شي.

همدارنګه له تور لېست څخه د طالب مشرانو نومونه ونه ایستل شول، پر دې اساس پکار وه چې تړون نقض شوی وای، خو په دې برخه کې باید دواړه لوري پوره زغم او حوصله ولري.
ژمنه شوې وه چې له تړون څخه وروسته به د لسو ورځو په اوږدو کې افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي کوي او همدارنګه طالبان به ۱۰۰۰ تنه افغان ځواکونه چې له دوی سره بندیان دي، خوشي کوي. خو دغه لړۍ شاوخوا ۶ میاشتې وځنډېده او د طالبانو دوه وروستي بندیان شاوخوا ۶ میاشتې وروسته د افغان حکومت لخوا خوشي شول. همدارنګه بین الافغاني خبرې د مارچ میاشتې په لسمه نېټه پیل نه شوې، بلکې له ټاکلې مودې څخه ۶ میاشتې وروسته پیل شوې. نو یادو شرایطو ته په کتو باید تړون نه وای مات شوی چې همداسې هم وشول.

پر لویو ښارونو باندې باید د طالبانو لخوا حملې نه وای شوې او همدارنګه پر طالبانو باندې باید د امریکا لخوا بمبار نه وای شوی، خو برعکس دغه دواړې کړنې ترسره شوې، نو دې هر څه ته په کتو باید تړون مات شوی وای، خو دواړو لورو له زغم څخه کار واخیست؛ همدارنګه د بین الافغاني خبرو له پیل څخه وروسته باید ۷۰۰۰ طالب بندیان خوشي شوي وای، چې دا کار هم ترسره نه شو.

نو له دې څخه مالومېږي چې تړونونه په پوره ډول یا سل سلنه نه شي عملي کېدای، ان کله چې له روسانو سره له افغانستان څخه د وتلو پر سر تړون شوی و او د یاد تړون تر شا ټوله نړۍ ولاړه وه، خو بیا هم دغه تړون خپلې ستونزې درلودې او که څه هم روسان پر خپل وخت له افغانستانه ووتل، خو بیا یې هم حکومت ته وسلې ورکولې او مجاهدین پر دغه څه راضي نه وو. له اېران هېواد سره د امریکا تړون چې بالاخره د ځنډ په حالت کې دی. دا د امریکا مجبوریتونه وو څو ناټو او اروپایي هېوادونه او همدارنګه په کور د ننه امریکایي جنرالان او په کانګرس کې ځینې خلک پر دې قانع کړي چې له افغانستان څخه له شرط پرته د ځواکونو د ایستلو په هکله داسې اعلان وکړي چې پر وړاندې یې په کور د ننه حساسیتونه را پیدا نه شي؛ همدارنګه له افغانستان څخه د څلورو میاشتو په اوږدو کې د امریکایي سرتېرو له شرط پرته وتل یوه پر ځای پرېکړه ده او د امریکا ولسمشر جو بایډن په پوره غور او فکر سره څرګندونې وکړې چې که چېرې زما پر ځای ټرمپ وای، ښايي تړون مات شوی وای، ځکه هغه به له طالبانو غوښتل چې اوربند وکړي او د ټاکل شوو ۱۴ میاشتو په اوږدو کې سیاسي جوړجاړی وکړي؛ خو دا چې دغه څه ترسره نه شول، نو ښايي ټرمپ یو ځل بیا د تېر په څېر پرېکړه کړې وای چې خبرې یې وځنډولې.
خو اوس په کار ده څو، لکه څرنګه چې طالبانو وړاندیز کړی وو چې د درې میاشتو لپاره به په جګړه کې کموالی راولي، خو امریکایي ځواکونه به پر خپل وخت له افغانستانه وځي، د طالبانو ۷۰۰۰ بندیان به ور خوشي کوي او د امریکا له تور لېست څخه به د طالب مشرانو نومونه ایستل کېږي.

هماغه طرحه په ډېر کم توپیر او تعدیل سره امریکایانو ومنله، یعنې دا چې د څلورو راتلونکو میاشتو په اوږدو کې به خپل ځواکونه له افغانستان وباسي، خپل پخواني شرایط لکه له طالبانو څخه د اوربند غوښتل او له دوی سره سیاسي جوړ جاړی کول یې پرېښودل، همدارنګه دا یې ومنله چې له تور لېست څخه به د طالب مشرانو نومونه ایستل کېږی او د هغوی شاوخوا ۷۰۰۰ بندیان به خوشي کېږي.

نو په دې برخه په کار ده چې له حوصلې کار واخیستل شي. ښايي چې په دې برخه کې به یو پټ تفاهم هم شوی وي او طالبانو ته به یې ددې ژمنه ورکړې وي چې له تور لېست څخه به یې د مشرانو نومونه ایستل کېږي او د دوی بندیان به خوشي کېږي، نو اوس به ولیدل شي چې طالبان څه ډول غبرګون ښکاره کوي. اوس نو که هر لوری له تړون څخه د وتلو او یا د تړون د نقض کولو پرېکړه کوي، دا به د دوی لویه تېروتنه وي او که چېرې په لویو ښارونو کې جګړه او حملې زیاتوالی مومي، دا به هم یوه لویه تېروتنه وي.
په اوسنیو حالاتو کې طالبان، افغان حکومت او سیاسي مشران مسئولیت لري څو د کورنۍ جګړې مخه ونیسي او بالاخره یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي، په افغانستان کې سوله راشي او اوربند ته زمینه مساعده شي.

امریکا او ناټو ته به د ځمکې له لارې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ایستل ستونزمن وي، ځکه طالبانو ته به هم سخته وي څو خپلو نظامي کسانو ته دا قناعت ورکړي چې پر امریکایي ځواکونو حملې ونه کړي. ښايي له دې وروسته به امریکایان تر سېپټمبر میاشتې پورې په خپلو اډو کې پاتې کېږي او له هغه وروسته به خپل ځواکونه د هوا له لارې له افغانستانه وباسي. فکر کېږي چې دوی خپل لازم نظامي تجهیزات مخکې له افغانستان څخه وړي دي، د وتلو لپاره یې لازم چمتووالی درلود، لکه څرنګه چې د دوی لوی درستیز ویلي و چې د یوې اونۍ په اوږدو کې هم کولای شي له افغانستانه ووځي. نو ښه به دا وي چې دغه ستونزه حل شوې وي.
د امریکا لپاره همدا لاره پاتې ده چې د هوا له لارې به له افغانستانه وځي او که د ځمکې له لارې ووځي، ښايي یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شي.

په ټوله کې د امریکا او ناټو لخوا شوی وروستی اعلان د افغانانو لپاره ویاړ دی چې بالاخره شل کاله وروسته امریکا خپله ماتې مني او ولسمشر جوبایډن له هغه کوټې څخه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو او ماتې اعلان کوي چې پوره شل کاله مخکې د وخت ولسمشر جورج بوش پر افغانستان باندې د حملې اعلان کړی و او هغه مهال جورج بوش ویلي وو چې دوی به طالب جنګیالي په هېڅ ځای کې ژوندي نه پرېږدي، هغوی به یا وژني، یا به تسلمېږی او یا به هم بندیانېږي. خو پوره شل کاله وروسته اوس د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کوي چې له طالبانو غواړي څو د دوی پر ځواکونو باندې برید ونه کړي او دوی به خپل ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستان څخه وباسي، په ورته وخت کې ناټو هم د دغه اعلان پخلی کړی دی؛ نو تمه ده چې د یادې جګړې ټول لوري یوه داسې سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي چې ټول افغانان پکې خپل ځان وویني او داسې یو نظام رامنځته شي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x