افغانستانسولې اړوند خبرونه

عمران خان: پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وایي، د ترکیې له ولسمشر «رجب طیب اردغان» سره یې تلیفوني خبرې کړې دي او د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې په اړه هم ورسره غږېدلی.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې دواړو لورو د ترکیې او پاکستان تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او عمران خان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله په افغانستان کې د سولې او سیاسي جوړجاړي په تامین ټینګار وکړ.

نوموړي د افغان سولې په برخه کې د پاکستان تېرو هڅو ته اشاره کړې او په راتلونکي کې يې هم په همدې برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې.

عمران خان پر افغان مشرانو غږ کړی، چې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي او په افغانستان کې د یوه هر اړخیز او پایداره سیاسي جوړښت رامنځته کېدو ته کار وکړي.

د افغان سولې په اړه د ترکیې او پاکستان خبرې داسې مهال دي، چې د امریکا متحده ایالات وایي، د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه ټول عسکر وباسي.

پاکستان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د مسئولانه وتلو غوښتنه کوي او ټینګار کوي، چې له افغانستانه د هغوی وتل دې په سوله پروسه کې له پرمختګ سره وتړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
No, no, not Imran Khan, the name Khan has an enormous value 
on the stage of the world. Always say Imran Koni the Playboy of 
Soho night club in London UK on Charing Cross Rd.  
The SUN NewsPaper in London had an article that Ashraf Koni 
and Imran Koni were getting married. That's why the wives of Imran Koni
run away from him.  I am sorry for Lebani BiBi Gul. 
Oh, no, BiBi Gul does not care, because her religion - Christianity allows
her to have girl frinds. You must have got some girlfriends by now in ARG.
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x