دیني، سیرت او تاریخ

په ځوانۍ کې له الله وېره او اميد

عنایت ولي سید

ايمان د اميد او ويرې ترمنځ ساتل کيږي.

ويره د الله تعالى د عذاب څخه او اميد دالله تعالى درحمت، که انسان يواځي ويره کونکى شي او د الله تعالى د رحمت او مغفرت هيڅ اميد ورسره نه وي نو له دي امله انسان ګمراه کيداى شي او فکر به کوي چې هسي هم د بخښنې څه اميد نشته، نو چې سه دي خوښه وي هغه کوه، که قيامت نه ښايسته کيږي نو په دنيا کې خو ښې مزې وکه.

او که بې ويرې شي او فقط اميد کوونکى شي نو دا هم  د خطر څخه  ډک کار دى، چې څه کوي کوه يې الله ج غفور رحيم دى بخښنه به وکړي، نه! ويره به هم کوى او اميد به هم ساتې.

ويره به دي له ګناهونو څخه ساتي او اميد به دې د الله تعالى د رحمت او مغفرت طلب کونکى کړي، لکه چې په يوه حديث کې راغلي چې انس رض روايت کړى:

عن انس رض الله عنه أن النبي (ص) على شابٍّ وَهوَ في الموتِ فقالَ كيفَ تجدُكَ قالَ واللَّهِ يا رسولَ اللَّهِ إنِّي أرجو اللَّهَ وإنِّي أخافُ ذنوبي فقالَ رسولُ اللَّهِ صلَّى اللَّهُ عليْهِ وسلَّمَ لا يجتَمِعانِ في قلبِ عبدٍ في مثلِ هذا الموطِنِ إلَّا أعطاهُ اللَّهُ ما يرجو وآمنَهُ ممَّا يخافُ

الراوي : أنس بن مالك | المحدث : الألباني | المصدر : صحيح الترمذي

الصفحة أو الرقم: 983 | خلاصة حكم المحدث : حسن

انس رض  وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو ځوان خوا ته په داسې حالت کې ورغى چې هغه د مرګ په حال کې و.
رسوال الله ص ورته وويل: څه حال دى؟
هغه وويل اى د الله رسوله: د الله تعالى څخه اميد هم لرم او د خپلو ګناهونو  ويره هم  راسره ده، رسول الله ص وويل د کوم انسان په زړه کې چې په دي حال کې دا دوه صفتونه يو ځاى شي؛ نو الله تعالى ده ته هغه څه ورکوي چې دى یې اميد لري او هغه څه نه يې ساتي چې دى تري ويريږي،دا د نبي کرىم صلی الله د هغه ځوان لپاره زېری و د چا په زړه کې چې ويره او اميد يو ځاى شوي وو.

اصلي خبره خو داده چې اميد د عبادت پرته نه رامنځته کيږي.

نو پکار ده چې ځوان هغه عبادت د ځان لپاره توښه وګرځوي د کوم په نتيجه کې چې اميد او ويره پيدا کيږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x