لیکنېنظــر

د دوحې تړون د ماتولو عواقب او زيانونه

محمد طاهر ثابت

مونږ د دوحې طرحې ته په خوشباورۍ سره کتل او هیله مو وه چې طالبان به د افغانستان اوسنی ملوک الطوايفي چې په هر دفتر او شعبه کې روانه ده له مینځه یوسي. مونږ هیله درلوده چې د ۱۹۹۶ کال په څیر به پاکه اداره راولي او هلته به بیا د اسلام او خلکو خدمتګاران راسي او په دې ډول به د اسلام د دښمنانو اوسنی ګلګلمیري له مینځه یوسي.

مونږه هیله درلوده چې د ارګ اشغالګر به لږ سد خپل سرو ته راوړي او په خپله ماته او ناکامۍ به معترف او د هغه له مخې به خپل تصمیمونه ونیسي ترڅو د افغانستان د اشغال په اخر کې یو څه انساني محبت وښیي، خو داسې ثابته سوه چې هغوی د خپلو ګټو په خاطر ایدیالوژي، نژادي توپیر او نور داسې ټکي چې په هغه خپل خلک او نور خطا کړي استعمال کړل او له خپل خره کته نسول. د هغوی ټولې هغه هلې ځلې چې د سولې لپاره خنډ پیدا کړي په هر قدم کې په مخه ولاړې. مګر افسوس.

افسوس د دوی په بې خبرۍ او خوشباورۍ، هغوی لا تراوسه نه وو پوه سوي چې امریکا ایدیالوژي د استعمار او اشغال لپاره استعمالوي. امریکا د خپل څلور سوه کالو په دوران کې د نورو خلکو له قتل او له هغوی نه د غلا نه سوا بل کار ندی کړی. که غلا بې جنګه وي نو ورته ښه ده که نه بیا نو قتل او خونخواري په کار اچوي.

د ارګ اشغالګرو دا درک نکړه چې امریکا ماته سوې او نور هغوی په شرمو شرمیږي او اقتصادي رسوایي یې رامینځته کیږي مګر له افغانستان نه وځي. ارګ خوشباوره وه چې بایدن به خپل عسکر ونباسي او د اوباما او ټرمپ په څیر به د امریکایي اردو د خونخورو او د اقتصادي مافیا د اجنټانو په چالو کې ګیر سي. هغوی نه پوهیدل چې بایډن د پنځوسو کالو پوخ شیطان دی چې د ارګ اشغالګر به پخپلو ګوتو ونڅوي.

اوس بایډن د امریکایي غرور سره د دوحې تړون مات کړ. خو بیا هم خپل عسکر له افغانستان نه باسي. اروپایي مستعمرې د ناټو له دروازې نور په اور کې د خاشو وهلو وخت نلري. هغوی به هم د خپل ماستر سره یو ځای وځي.

د ارګ اشغالګرانو دومره عقل نه و چې په امریکایي لوبه پوه سي. هغوی د کابل سقاویان او شاشجاعان وشکارل او د سولې لاره یې په ټپه ودروله. هغوی امریکا پریښودو چې د افغانستان په اینده ورځو کې د خوشال او پیاوړي افغانستان لپاره درد سر جوړ کړي. هغوی قسم خوړلي وو چې له طالبانو سره به سوله نکوي. هغوی داسې شرطونه وړاندې کړل چې هغه نه تنها غیر معقول وو بلکه د هغو وړاندې کول د افغانانو په هوښیارۍ باندې مسخره وه.

اوس چې امریکایان کامیاب سول تړون مات کړي او له افغانستان نه هم ووځي د ترکیې غونډه یې رامینځته کړه چې هلته د خپلې خوښې شرایط رامینځته کړي. هغوی هیله لري چې د عسکرو له وتلو نه وروسته هم په افغانانو حاکم واوسي. نو ددې له کبله دا لاندې خطرونه سته چې د افغانستان په آزادۍ او استقلال به بده اغیزه ولري.

اول: د سیکولر کسانو په قدرت کې پاتیدل:
دا کسان پروني کمونست، سقاوي او کاپیټلیست خلک دي چې دا تیر څلویښت کاله د پردو د لاسونو اله ول. هغوی به د لیبرالیزم او کاپیټلیزم سرتیري مدافعین وي او په دې توګه به د پردیو د لوبو توپونه وي ترڅو چې د افغانستان هره بدبختي جاري وساتي.

دوهم: دا کسان به کوشش وکړي طالبان د اخوانیانو په څیر خطا باسي. مونږ د انګریزانو او نورو اروپایي اشغالګرانو تاریخ ته باید وګورو. مونږ باید د تاجکستان، مصر، او نورو عربو حکومتونو ته وګورو. مونږ باید پاکستان او نورو کمانویلت دولتو ته وګورو او په خاص ډول مونږ خپل تاریخ ته وګورو چې ظالم عبدالرحمن له ملي مبارزینو سره څه وکړل او د هغوی حرکت یې څنګه مات کړ. د هغه لمسی امان الله څنګه فکری استعمار راووړ او بیا وروسته نادر او ظاهر څنګه غربي او شرقي استعمار ته لارې هوارې کړې.

دریم: بایډن ویلي چې امریکا به افغانستان هیر نکړی. دا خطرناکه خبره ده. هغوی پوهیږي چې د کابل اداره به له طالبانو سره سوله ونکړي. نو امریکایان او له هغوی سره شریک اروپایي غله به د کابل له ادارې سره کومکونه جاري وساتي. دا چې دوی به د شوروي اتحاد له سرنوشت سره مخ سي او که نه بله خبره ده. هغه چې یقیني خبره ده هغه دا چې د امریکایي شر به د کابل د ادارې په لاس جاري پاته سي.

څلورم: امریکا به منطقوي شاخداران وهڅوي ترڅو امریکا ته خدمت وکړي. پاکستان به په طالبانو فشار راوړي. ایران به فاطمیونو ته کومانده ورکړي، سقاویان به د تاجکستان، ازبکستان او ترکیې لخوا تقویه سي. هند به له پاکستان سره سیالي وکړي او خپل اخیستي کسان به ولمسوي چې د طالبانو په مقابل کې راپاڅي. د کابل پتلونپوښه ښځې او اسماعیلیان به د بشر د حقوقو ډولونه وډبوي.

پنځم: عرب به هم د امریکا لپاره میدان ته راسي. طالبان کیدای سي د دوحې دفتر بند کړي.

شپږم: ویره ده طالبان به یو داسې تړون سره مخ سي چې د هغه په خاطر به خپل هدف ته ونه رسیږي او د هفو دا پنځه ویشت کلنه مبارزه به ونه توانیږي چې افغانستان ته به یو آزاد او له فساد نه خالي حکومت ورکړي. نه تنها دا بلکه امکان سته یوه ورځ طالبان د تاجکستان د اخوانیانو سرنوشت ولري.

پایله:
هیله ده افغانان امریکایي فریبونه ویجاړ کړي او په آینده مشکل شرایطو کې د ایمان په زور خپل صبر او استقامت له لاسه ورنکړي.

ومن الله التوفیق

د آزاد، اسلامي او سوکاله افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

ثابت وروره ! تاسو او نور با درده مسلمانان باید هیڅکله تشویش ونکړی . اسلامې امارت سره د الله تعالی خاص نصرت او مدد ده او ان شاءالله په نږدی راتلونکی به د اسلامې شرعی نظام خاوندان شوو . مونږ باید د دښمن زر ٗ زور او تزویړ پروا ونه کړو ٗ یادی حربی د دښمن له خوا شل کاله په کار واچول شو ٗ خو هیڅ ګټه ئې ونه کړه . مجاهد لوری په تش لاس خو ټینګ ایمان او د الله نصرت سره د لاری ټول خڼډونه لری او دښمن ئې تیښتی ته مجبور کړل . چیرته چې… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

طالبان نه اول پدی پوهیدل چه څه وکی نه اوس پوهیږی چه هرلورته خلیلزادوطن فروش ځغلول دوی په پسی وو آیادوی پدی نه پوهیدل چه دغنی ملحداوزموږنیم کوشته مسلمانانوروغه اوجوړه څنګه کیدای سی هسی خطایستل دۍ اونه په آیده کی څه کولای سی دغه دناټوفوجیان چه ووتل له دی خطره ندی وتلی چه دوی ماته ورکړه له دی خاطره ووتل چه له چاسره اخته یودغه ۲۵۰۰فوجیان یی بس دی نوردوی پخپل منځ کی سره اخته دی یووخت به ستړی سی اسلام به لاهم پریږدی لکه په روسیه کی دتزارپه وخت کی ۴۰۰۰۰مسجده ووآخر۴۰۰۰ته راکښته سول دغه دجوبایدن پلان دی نه… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

کم وخت چه باباآدم په جنت کی شیطان خطایستۍ دونی میوه یی په وخوړ چه الله ځنی منع کړۍ وو نوالله دنافرمانۍ په سبب چه ده اوهواالله ته عذروکۍ نوالله ورته وفرمایل: قُلۡنَا اهۡبِطُوۡا مِنۡهَا جَمِيۡعًا ​​ۚ فَاِمَّا يَاۡتِيَنَّكُمۡ مِّنِّىۡ هُدًى فَمَنۡ تَبِعَ هُدَاىَ فَلَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُوۡنَ‏ ﴿۳۸ وَالَّذِيۡنَ كَفَرُوۡا وَكَذَّبُوۡا بِـاٰيٰتِنَآ اُولٰٓٮِٕكَ اَصۡحٰبُ النَّارِ‌‌ۚ هُمۡ فِيۡهَا خٰلِدُوۡنَ :سوره البقره آیات ۳۸معنی:اووفرمایل موږ کښته ولاړسۍ ددی ځای نه ټول پس که چیری راسی تاسوته زمادطرف نه څه هدایت پس چاچه پیروی وکړه زما دهدایت نونه به څه ویره وی پرهغه اونه به غمژن وی،اوکوموخلکوچه انکاروکړۍ اودروغ یی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

ثابت صاحب ، ستاسی اندیښنی په ځای دی مګر معچزی د عادی حالاتو له امکاناتو ځانګړتیا لری، الله ج فرمایی انتم الاعلون ان کنتم مومنین ( تاسی بریالی یاست که مومنان یاست ) هغه وخت چه امریکایانو په ښکاره یو نیم لک او په پټه او اصل کی د غلامانو سره له میلون هم زیات وو و مقابل کی د طالبانو شمیر، روزنه وسلی او وسیلی د صفر سره مساوی وو له صفر یی شروع وکړه مګر د ایمان په زور یی د امریکا سوپر پاوری د ۴۸ شغالانو سره په ډونګو کړه . پرون ټرمپ هم د روغی جوړی… نور لوستل »

طاهر ثابت

بیانزی سیب ریښتیا هم دامریکایانو شکست خارق العاده ښکاری. خو مونږ مسلمانان دمعجزو سره سره بیا هم ددنیاوی تدابیرو په نیولو مامور سوی یو. وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا ٱسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍۢ وَمِن رِّبَاطِ ٱلْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ ٱللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ ٱللَّهُ يَعْلَمُهُمْ (الایة)ږ حدیث شریف دی: اعقلها وتوكل.
دپورتینی ارشاد په رڼا کی مونږ داحتمالی خطرونو ذکر کړی چی ځینی مالوم شول هغه دامریکایانو په نیت کی دی او کیدایسی عملی یی کړی. نو ځکه مونږ وایو چه دداسی احتمالاتو لپاره باید لازم ترتیبات ونیول سی.

الحاج استاذ بیانزی

ثابت صاحب ، ستاسی اندیښنی زموږ د ټولو مسلمانو افغانانو اندیښنی دی، کیدی شی دا او دا وشی دا د مادی امهکاناتو او انسانی پلانو او تصامیمو له مخی تر سره کیږی هغو کی امریکا او د هغوی غلامان په شکاره تل څپیاوړی معلومیږی مګر د کار به اخر کی هر څه د طالبانو په ګټه تمامیږی ترمپ د دوحی تړون څخه وجشت ته مخه کړه ویی لیدل چه د ګټی په ځای د تاوان سره مخ شول واپس یی دوحی ته مخه او تړون یی لاسلیک کړو. هغه تړون کی څلور شرایط نظر کی نیول شوی چه یو یی… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x