تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه(۷)- د واک لېوالتيا

شهرت ننګيال

د واک لېوالتيا
د شوروي عسکرو د وتلو اعلان تنظیمونه د حکومت جوړولو په نوي هوس واړول، په داسې حال کې چې تنظيمي اتحادونو پایښت نشوای کړی، د هر اتحاد له گېډې د نوي تنظيم پښې راوتلې، ځکه خو د حکومت جوړونې د تجربې تر شا هم د يوه پراخ ملي سیاست او لرلید پر ځای د انحصار منگول ټينگه وه.

اټکل بلکې باور دا و چې د شوروي پوځیانو په وتلو د ډاکتر نجیب الله رژيم د څو اوونیو میلمه دی، له همدې ځایه وه چې تنظيمو وار له مخه د واک تر لاسه کولو بېلابېل تمرینونه پیل کړي وو.

دغسې فرصتو ته په کتو تر ټولو اړینه هڅه د مجاهدينو موقت حکومت جوړول و، جلا وطن حکومت یې ځکه نشوای بللای چې د هېواد نوي سلنه خاوره یې خپل واک کې ګڼله.

پېښور مېشتي تنظيمونه د خپل واک له احتمالي ننگونو هم اندېښمن وو، له همدې امله يې د تنظيمي انحصار او حاکمیت د خوندیتوب په موخه د موقت حکومت لپاره يوه کمزورې اډانه را منځ ته کړه.

د دغه کاواکه گام له امله اعلان شوي حکومت نه د کډوالو، نه هیواد کې دننه مجاهدینو او نه هم سيمه ييزه او نړیواله کچه کوم پرستیژ او باور تر لاسه کړای شو چې له امله يې حکومتي تشكيلات يواځې د کاغذ پر مخ او پېښور تر دوو دفترونو پورې محدود پاتې شول.

د ۱۳۹۱ لمریز د جوزا په لومړيو کې د انجينر احمدشاه احمدزي په مشرۍ د مجاهدينو لومړی موقت حکومت اعلان شو، انجينر صاحب د غبرگولي په ۲۹ مه خپله ۱۲ کسیزه کابینه چې د دفاع، کورنيو، بهرنيو، ماليې، بیا مېشتېدنې او ودانولو، ښوونې روزنې، عدلیې، پلان، دعوت او ارشاد، روغتیا وزارتونو راټوله وه، اعلان کړه.

د حکومت مشر پر دوو مرستيالانو سربيره ټولټال ۲۱ وزارتونه او ۵۷ کسیزه شورا چې دوه دوه غړي يې له هر ولایت، ۹ تنه له کډوالو، ۹ تنه هېواد کې له قوماندانانو یا د هغوی له استازو او ۱۹ له علماوو پوهانو جوړه شوې وي پام کې نېولي وه.

د شوروي لښکرو د وتلو په درشل کې امريکا او پاکستان د يوه جدي سیاسي گام په توگه د مجاهدينو له دواړو اتحادونو د يوه پراخ موقت حکومت لپاره په ۱۳۹۷
/ ۱۱ / ۳۱ نېټه د اسلام اباد مدينه الحجاج كې له هر تنظیم شپېته شپېته تنه د تنظیمي مشرانو په گډون مشورتي شورا کې راټول کړل.

10 تنه ایران میشتو تنظيمو ته سهميه وټاکل شوه، خو هغوی ۱۲۵ چوکۍ غوښتې، تر هغې چې په ۸۰ سلا شول …
د امریکا ځانگړی استازی تامسن جنرال حمید گل او بېنظېر بوټو په نژدې اړیکه کې وو، تر دې چې د خپلو دفترونو څانگې يې حاجي کمپ کې پرانیستې وې.

ماته يوه دوست په دې اړه د بېنظير بوټو د ځانگړیو یادښتونو ویلي چې خورا په زړه پورې دي، خو ما تر اوسه نه دي موندلي.
د بېنظير چاپ شویو یادښتونو کې دغه پرمختیا ته مازې اشاره او سرسري يادونه شوې.

راتلونکی عنوان:
مشورتي شورا او د مولوي حقاني فارمول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرووف لیوال

دټولوروژه تیانوطاعات اوعبادات قبول شه ! یاخو زه روژې ګنګس کړی یم – یاپه متن کې لمریز سنوات مشکل لری په هرصورت له زیږدیزکال نه ۶۲۱ کمووم اوبیاهمهغه ورځې هم راپه یادوم – ساعت مې تیر دی. په درنښت

غ.حضرت

محترم لیوال صاحب!
باور وکړئ همدا څو ورځی مخکی را ته په زړه سواست او په وِبسایټونو کی ستاسی د نه تشریف په هکله را ته پوښتنه پیدا سوه خو له یاده می ووتل چی ستاسی د خوښی وړ وِبسایټ کی مو د غیابت د علت پوښتنه وکړم.
په هر حال، ستاسی په حضور او د نوم په لیدو خوښ سوم.

عبدالرووف لیوال

ښاغلی ، منلی اودروند غلام حضرت -خدای مو طاعات اوعبادات قبول کړه ! په ګوډاګی دولت کې دپخوانۍ شمالی ټلوالې اومفسدو تنظیمونوځینې ګوډاګیانوراته ډالې جینګې کړې ، زه خودډار سړی نه یم خو ماویل چې روژه ده – بیا به وروسته له روژې له خیره سره ګورو ( هغه هم که چیری ژوندی وو) ډتولوروژتیانوعبادات اوطاعات قبول . په درنښت

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x