شعـــــرونه

د آقا مدینه/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

ښکلا ښکلا مدینه
ځلا ځلا مدینه

شمه قربان یې له نوم
زما د آقا مدینه

وصال تې تږي یمه
جمال تې تږي یمه

ربه نصیب کی زما
د مصطفي مدینه

لرم ارمان یې په زړه
زما د زړه ده ټوټه

ښکل به په سترګو کړمه
رسول الله مدینه

هروخت یادیږې زما
زړه نه صبریږې زما

سترګي می غواړي رانه
جانانه ستا مدینه

رنځ ته درمل ستا روضه
د زړو تسل ستا روضه

د پرهرونو ټکور
درد ته شفأ مدینه

وصال یې غواړمه زه
خپل رب ته ژاړمه زه

که مي په برخه شوله
د مجتبي مدینه

کوم فغان او فریاد
که مي پوره شې مراد

تپاند زُهاد مین دی
ستا پر زیبا مدینه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x