نړۍټکنالوژي

پاکستان کې پر ټولنیزو رسنيو مؤقتي بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د ځینې امنیتي ستونزو له کبله د ټولنیزو رسنیو یو شمېر شبکې د ټاکلې مودې لپاره تړلي دي.

یاد وزارت د پاکستان مخابراتي شرکت (PTA) ته ویلي تر څو یاده پریکړه پلي کړي، او د سهار ۱۱ بجو څخه تر ماسپښين ۳ بجو پورې دې ټویټر، فیسبوک، واټس اپ، یوټیوب او ټیلګرام په ټول هېواد کې وتړي.

د پاکستان د مخابراتو شرکت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، «د قانون او نظم ساتلو او د خلکو د خوندیتوب په موخه د ټولنیزو رسنیو غوښتنلیکونو ته لاسرسی بند شوی دی».

په دې تړاو لا څرګنده نه ده چې تر کومې نیټې به دغه پریکړه پلي کیږي، خو ویل کیږي په دغه هېواد کې د امنیت تر ټينګښت به دغه بندیز دوام ولري.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت له لوري ددغه بندیز لامل نه دی په ډاګه شوی، خو ویل کیږي چې په دغه هېواد کې د تحریک لبیک د مشر سعد رضوي له نېولو وروسته د رامنځته شوو پراخو لاریونونو مخنیوي لپاره دغه ګام پورته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x