روغتیا

هند کې د کرونا بل وار، په یوه ورځ له ۲۱۷ زرو زیاتې پېښې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل): په هندوستان کې د کرونا ویروس په پرلپسې توګه د دریمې ورځې لپاره له ۲۰۰ زرو زیاتې پېښې رامنځته شوي او له زرو زیات کسان مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې تېره ورځ په هند کې د کرونا ویروس ۲۱۷ زره ۳۵۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دغه هېواد کې د یوې ورځ تر ټولو زیاتې پېښې دي.

ددې سربېره له تېرو څو ورځو راهیسې په ورځني ډول له زرو زیات کسان مړه کیږي چې یوازې تېره ورځ یو زرو ۱۸۵ کسان مړه شوي، په دې سره د ټولو مړو شمېر ۱۷۴ زره ۳۰۸ ته پورته شوی دی.

له دې وړاندې هم په یوه ورځ له ۲۰۰ زرو زیاتې پېښې ثبت او له زرو زیات کسان مړه شوي وو، چې یوازې په مهاراشترا ایالت کې ۵۹ زره پېښې ثبت او ۲۷۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و. ددغه ایالت په مرکزي ښار ممبۍ کې ټول ریستورانتونه تړل شوي دي.

هندي رسنۍ وایي چې په هېواد کې د کرونا ناسم وضعیت روغتونونه د بسترونو او اکسیجن د جدي کمښت سره مخ کړي دي.

هند کې د کرونا واکسینو لګولو چټکې پروسې سربېره د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۱۴ ملیونو پورته شوی، په داسې حال کې چې ۱۷۴ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x