روغتیا

برتانوي پوهان: په مغزو کې د وینې ټولېدو ستونزې د واکسینو په پرتله زیات له کرونا رامنځته کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل): د نړۍ په شاوخوا کې د کرونا ویروس پر ضد واکسینو په ځانګړي ډول د استرازینیکا او جونسن ایند جونسن د کارونې په پایله کې یو شمېر خلک په مغزو کې د وینې ټولېدو ستونزې سره مخ شوي دي.

په دې تړاو په امریکا کې او نوره نړۍ کې لومړی پر استرازینیکا واکسینو او بیا د جونسن ایند جونسن شرکت د چمتو شوو واکسینونو پر کارولو بندیز ولګېد.

خو بل لوري ته برتانوي څیړونکي وایي چې په مغزو کې د وینې ټولېدو خطر د واکسینو په پرتله زیات د کرونا ویروس ناروغي تېرولو په پایله کې په انسانانو کې رامنځته کیږي.

څیړونکي وایي، د کرونا ویروس په ۵۰۰ زره ناروغانو څیړنې ترسره شوي چې په هر یو ملیون کسانو کې یې ۳۹ ناروغان په مغزو کې د وینې ټولېدو په ستونزو اخته شوي دي.

خو ددې په پرتله هغه کسانو چې د استرازینیکا واکسین یې کارولي، په هر یو ملیون کسانو کې یې یوازې ۵ تنه پر دغې ستونزې اخته شوي دي.

برتانوي څیړونکي زیاتوي چې په مغزو کې د وینې ټولېدو خطر د کرونا ویروس له کبله له واکسینو شاوخوا لس چنده زیات خطر پېښ کړی دی.

له دې وړاندې یو شمېر څیړونکو او د طبي مرکزونو له لوري په ډاګه شوې وه، هغه کسان چې د کرونا ویروس ناروغي تېره کړي یو شمېر یې په بېلا بېلو ذهني ناروغیو اخته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x