شعـــــرونه

د برکاتو مياشت/ حيدري

محمد اغا حيدري

د برکاتو میاشت روژه ربهﷻ قبوله یې کړې
محراب کې ایښې مې سجده ربهﷻقبوله یې کړې

چې پنځه وخته هر لمانځه کې یې په مینه وایم
له پاک قران نه سېپاره ربه ﷻ قبوله یې کړې

دا ستا په واړه شعایرو چې ایمان لرمه
پرې زما ټینګه عقیده ربهﷻ  قبوله یې کړې

ته یې لایق د عبادت نشته له تانه سېوا
وایم سپېڅلې کلیمه ربه ﷻ قبوله یې کړې

دا ستا په دین باندې یې ځان کړلو قربان په مینه
د یار مې ایښې جنازه ربه ﷻ قبوله یې کړې

راته عطاء کـړه ستا جنت ولاړ یم ستا په در کې
دغه دعا کړم همېشه ربه ﷻ قبوله یې کړي

ای خطاء نکړې پاکه ربه ﷻدغه سوال کومه
زما آخره خاتمه ربه ﷻ قبوله یې کړې

په زنده ګۍ کې حیدري! ته یې نصیب کړې یو ځل
ليلة القدر کې یوه شپه ربه ﷻ قبوله یې کړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x